دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونههندوستان: پاکستان اوس هم افغانستان ته زموږ د غنمو مرستې د لېږد...

هندوستان: پاکستان اوس هم افغانستان ته زموږ د غنمو مرستې د لېږد خنډ دی

تاند: ( جمعه، د‌ جدي اوولسمه) د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې پاکستان اوس هم افغانستان ته د دغه هېواد د مرسته شويو غنمو د لېږد پر وړاندې خنډ دی.

وياند آریندام باغچي ويلي، چې افغانستان ته یې د اعلان شوې پنځوس زره ټنه غنمو مرستې د نه رسېدو اصلي علت د دې مرستې د لېږد لپاره لاره نه ورکول دي.

هندي ویاند دا هم وويل، چې چارواکي یې پاکستاني لوري سره په دې اړه په خبرو اترو بوخت دي، څو یاده ستونزه حل شي.

د‌ هند د بهرنیو چارو وزارت په ورته وخت کې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ټينګار وکړ.

څه موده مخکې د پاکستان چارواکو وويل، چې هند ته یې د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته د یادو مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده.

پاکستان په داسې مهال افغانستان ته د یادې مرستې د لېږد مزاحمت ته دوام ورکړی، چې په پرله پسې ډول د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې لپاره له نړېوالو څخه مرسته غواړي.

شنونکي باور لري،‌ چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره پاکستان د افغانستان د چارو واګې، په ځانګړي ډول د بهرني سیاست کنټرول په لاس کې اخيستی او افغانستان د خپلو نیابتي سیاستونو لپاره کاروي.

طالبان بيا په دې اړه تورونه ردوي او پر خپلې خپلواکۍ ټینګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب