دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهفارن پاليسي: ط د تخلیې بهير د بیا پیل په بدل کې...

فارن پاليسي: ط د تخلیې بهير د بیا پیل په بدل کې امريکا نه د یوه مشهور قاچاقبر خلاصون غواړي

تاند: ( جمعه، د‌ جدي اوولسمه) فارن پالیسۍ خپرونې په یوه تازه راپور کې ويلي، چې طالبانو له افغانستان څخه د تخلیې بهير دوام ته د اجازې ورکولو په بدل کې د يوه مشهور قاچاقبر د خوشې کیدو شرط ایښی دی.

د سرچينې په حواله، د نيشه يي توکيو دغه قاچاقبر بشير نورزی نومیږي.

ویل شوي، چې طالبانو د دغه مشهور قاچاقبر د نه خوشې کیدو په بدل کې د تخلیې بهير د نه اجازې ورکولو خبرداری ورکړی.

طالبانو دغه راز د مارک فریچس په نوم یوه امریکايي د خوشې کیدو لپاره هم د نوموړي قاچاقبر پر خوشې کولو ټينګار لري.

بشیر نورزی، چې له امريکا متحده ايالاتو سره بندي دی، طالبانو ته يې وسلې او پيسې برابرولې.

نوموړی په ۲۰۰۵ کې په نیویارک کې نیول شوی او په عمري بند محکوم شوی و.

طالبانو د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بيا واکمنیدو سره په افغانستان کې د نيشه يي توکيو د کښت او قاچاق د زیاتیدو خبرونه زيات شوي.

پرون د پاکستان تر قلمرو لاندې د پښتونخوا چارواکو په تورخم کې له افغانستان څخه د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د قاچاق کیدونکو نیشه یي توکيو د نيولو خبر ورکړ.

تېره اونۍ د هندوستان د نيشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر وويل، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره هندوستان ته د نيشه يي توکيو د قاچاق خطر دوه چنده شوی دی. ‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب