دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهبریتانيا: افغانستان نه د ۲۰ زره تخلیه کیدونکو کسانو لویه برخه مو...

بریتانيا: افغانستان نه د ۲۰ زره تخلیه کیدونکو کسانو لویه برخه مو بهر ته لېږدولې

تاند: ( جمعه، د‌ جدي اوولسمه) بريتانيا وايي، چې له افغانستان څخه یې د تخلیه کیدونکو ۲۰ زره کسانو یوه لویه برخه له دغه هېواد څخه ويستې ده.

ويل شوي، چې دغو کسانو کې د بریتانوي ځواکونو افغان همکاران، د بشري حقونو فعالان، د‌ دیموکراسۍ مدافعان او افغان اقلیتونه شامل دي.

بریتانیا نه دي ويلي، چې ويستل شوي کسان ټول بریتانیا او که درېیم ګړو هېوادونو ته ليږدول شوي دي.

 په وروستيو کې د بریتانیا یو شمېر سياستوالو د دغه هېواد پر حکومت توندې نیوکې کړي، چې له افغانستان څخه یې د خطر سره مخامخو کسانو په ويستلو او ژغورلو کې ناغېړي کړې ده.

طالبان بيا ټينګار کوي، چې افغانستان کې د چا ژوند له خطر سره مخ نه دی.

دوی له بهر ته تللو افغانانو او مخکینيو چارواکو غوښتي، چې افغانستان ته ستانه او دلته خوندي ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نيږدې هره ورځ د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د طالبانو په لاس د افغانستان د مخکيني نظام د منسوبينو، مدني فعالانو او د ټولنې د نورو قشرونو د مطرحو کسانو د وژلو خبرونه خپریږي.

له افغانستان څخه د خطر سره مخامخو کسانو د تخلیې بهير په ټوله کې له سختو نيوکو سره مخ ده او پکې د درغلۍ او شخصي مناسباتو په اساس د خلکو د ويستو ادعاوې کیږي.

امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی پلاوی د دغو ادعاوو د څېړنې لپاره هم ټاکلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب