دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهپاکستان تورخم کې د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو د نيشه يي...

پاکستان تورخم کې د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو د نيشه يي توکيو د نيولو خبر ورکړ

تاند: ( جمعه، د‌ جدي اوولسمه) پاکستاني چارواکو ویلي، چې افغانستان سره یې په جوړه کړې تورخم دروازه کې د څه باندې ۵ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت نیشه یي توکي نیولي.

د پاکستان تر قلمرو لاندې د پښتونخوا د عوايدو ایالتي ادارې ویلي، چې دغه نیشه یي توکي له افغانستان څخه پاکستان ته قاچاق کیدل.

د سرچينې په حواله، دغه نيشه يي توکي ۱۳۲ کیلو ګرامه وو، چې د‌ قاچاق مخنيوی یې شوی او ضبط شوي دي.

د دغو نيشه يي توکيو د نيول کيدو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

 د پاکستاني چارواکو په وينا، دغه توکي په پاکستاني کلدارو ۱.۴ ميليارده او په امريکايي ډالرو ۵.۶ ميليونه ډالره ارزښت لري.

د افغانستان طالب چارواکو د پاکستان د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

 ‏ ‏‏تېره اونۍ هندي چارواکو وويل، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو او د نيشه يي توکيو د ډېر کښت له کبله هندوستان ته د نيشه يي توکيو د قاچاق خطر دوه چنده شوی دی.

1 COMMENT

  1. پاکستان ډیر هوښار ملک دی مخدرات وسله شراب او هره بلا پکی شته همدا مواد هم نه ضایع کوی په یوه طریقه یی خارج ته لیږی خپلی پیسی ورباندی نغدوی کلونه کلونه ارمخان دره کی د پوډرو تجارت شته د وسلو تجارت شته فحشا شته هرڅه پکی شته خو دوی خپل ځان نه پوهوی او پیسی ورباندی ګټی دامریکایانو سره دوی جوړ دی اسرایلو سره دوی جوړ دی او د فلسطینیانو وژنی ته عسکر ورکوی هر کار کوی په دی موادو هم مه خپه کیږی په فایده یی دی آخر به یی ګور زموږ کوم شینواری مهاجربه یی پکی بندی کړی او نور هیڅ حال داچی د همدوی په هدایت دافغانستان له دننه دغه مواد تورخم ته رسول شوی سیاست له پاکستانه زده کی انګریز تربیه که خو اوس انګریز هم ورته حیران دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب