Homeخبرونهدايکندي کې سیند ته موټر غورځیدو او کندوز کې ترافيکي پېښې مرګ...

دايکندي کې سیند ته موټر غورځیدو او کندوز کې ترافيکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

تاند: ( جمعه، د‌ جدي اوولسمه) په دايکندي ولايت کې سیند ته د یوه موټر د غورځیدو او په کندوز ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دايکندي کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې په ګيزاب ولسوالۍ کې د اتو مساپرو يو فلانکوچ موټر د هلمند سيند ته لویدلی، چې تر اوسه يې د یوې مېرمنې جسد له سیند څخه ويستل شوی دی.

په دې موټر کې ۴ مېرمنې، دوه نارينه او ۲ ماشومان سپاره وو.

یوې بلې سرچینې ویلي، چې په دې پېښه کې ۹ تنه شدید ټپیان شوي او ۴ نور سیند ډوب کړي.

بل لور ته: د کندوز ولايت د خان آباد او علي آباد پر لویې لارې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپيان شوي.

د خان آباد د روغتون يوې سرچينې ويلي، چې دا پېښه پرون کابل نه تخار ته د تلونکي یوه بس موټر د انحراف له کبله رامنځته شوې، چې په ټپيانو کې یې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي.

د ژمي له را د بره کيدو سره، د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د ترافيکي پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکول کېږي.

ويل کيږي، چې د پېښو د زیاتېدو يو مهم دليل په لويو لارو کې د ترافيکو د پرسونل او نورو لازمو تدابيرو نشتوالی دی.

د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د ترافيکو پرسونل شکايت کوي، چې طالبانو له څو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړي او له دې کبله يې خپلې دندې پريښي.

طالبان بيا وايي، چې د اکثرو ادارو منسوبینو ته يې معاشونه ورکړي او نورو ته يې ورکړه جريان لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...