دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد ډیورنډ کرښې په اړه د لطيف پدرام څرګندونې سختو غبرګونونو سره...

د ډیورنډ کرښې په اړه د لطيف پدرام څرګندونې سختو غبرګونونو سره مخامخ شوي

تاند: ( جمعه، د‌ جدي اوولسمه) ‏‏د افغانستان د یوه مشهور قومي بېلتون غوښتونکي عبدالطيف پدرام هغه څرګندونې توندو غبرګونونو سره مخ شوي، چې وايي د ډیورنډ کرښې بحث د دغې کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو اړوند دی او نا پښتانه پکې غرض نه لري.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې که د افغانستان پښتانه د دې بحث له مطرح کولو سره په دې بحث کې ځان سره د ناپښتتو د ملګري کولو تمه لري، نو تېروتنه کوي ‌

د پدرام په وينا، نا پښتانه پوهيږي، چې د افغانستان پښتنو ( اشاره يې طالبانو ته ده) د پاکستان د پښتنو په مرسته د نا پښتنو پر وړاندې څه څه وکړل؟

لطيف پدرام ته د افغانستان يو شمېر مطرحو څېرو توند غبرګونونه ښودلي.

دوی طالبانو ته د پښتنو د استازيتوب د مقام ورکول او دغه راز طالبانو پورې د پاکستان د لاسپوڅي توب د ادعا محدودل رد کړي او ويلي، چې د پدرام په ګډون ګڼ نور نا پښتانه سیاستوال هم د پاکستان لاسپوڅي دي.

د افغانستان مشهور ژورناليست ډاکتر داوود جنبش د جمهوري نظام د سقوط په ورځ پاکستان ته د لطیف پدرام سفر ور ياد کړی او ویلي، چې په هغو ورځو کې خو پدرام هم لنګ وهلو پنجابيانو ته ښکته او پورته کيده.

هغه پدرام هم د طالبانو په شان د پاکستان لاسپوڅی ګڼلی او ويلي: سګ زرد برادر شغال است.

لیکوال او سياسي شنونکي عصمت قانع لطيف پدرام او نور ورته تفرقه غوښتونکي« اخلاق بایللي کرايي سپي» ګڼلي او ويلي چې دوی د ډيورنډ فرضي کرښې د رسمیت پېژندلو او د افغانانو تاريخي حق ته د ښکنځلو لپاره کارول کېږي.

يوه لوي برخه نا پښتنو څېرو هم پدرام ته توند غبرګون ښودلی او د ډيورنډ کرښې په اړه يې د امرالله صالح ویډیو ګانې ورته وړاندې کړي.

ځينو نورو بیا د پاکستان د استخباراتو له مخکينيو مشرانو سره د برهان الدين رباني، احمد شاه مسعود او نورو نا پښتنو مشرانو ګډ عکسونه شريک کړي او ويلي، چې د پاکستان لاسپوڅي توب له پخوا څخه يوازې د دغه هېواد له پښتنو لاسپوڅو سره محدود نه و.

طالبان سره له دې، چې پاکستان سره یې اړیکې ډېرو ته د پوښتنې وړ دي، خو په ښکاره یې د ډیورنډ کرښې په اړه توند دریځ غوره کړی.

يو شمير خلکو د دوی د دغه دريځ هرکلی کړی، خو ځینې منتقدین یې په دې اړه له پاکستان سره ناندرۍ غولونکي او ځانته د ملي باور خپلولو هڅه وايي.

5 COMMENTS

  1. وروڼو دی ورځو کی یوااځې خاین فدرام ندی بلکه ډیر نور هم وایی چی نور له پښتنو سره ستړی شیوی یاستو له ترقی او تمدن څخه لری دی نو ورڅخه جلا کیږو موږ فدارم ډیر ملامتوو خو ډیر خلک تاجکان یی نازوی راځی اصلی علت پیدا کړو چی دوی ولی خپه او را څخه جلا کیږی؟ وروڼو که پښتانه لږ هوښیار شی او تمدن ترقی مکتب تعلیم شفاخانی قانون ترحم اسلامی احکام سره پخلا او حتا رعایت یی کړی دا خلک بیرته ځانه ته را ماتولی شو خو که همداسی وحشی اوسو نور هم را څخه ځی نو دی لپاره داسی رهبران پکار دی لکه نن یی چی مشر او عالم ډاکتر صاحب فاورق اعظم قصه کړی نو دا قصه د ډاکتر صاحب اعظم په قلم ولولی ورڅخه زده کړی او پند واخلی:
    (( ډاکټر فاروق اعظم

    دلته مې د پښتونخوا د پخواني ګورنر جنرال فضل حق خبره راياده سوه.
    زه مهاجر وم، هغه ګورنر و، اوازه سوه چې د وزيرستان يو شمېر قومي مشران او علماء کرام ګورنر فضل حق ته ورغلي وه او شکايت يې کاوه چې روغتون کې يې د ښځو ډاکټرانو شديد کمی دی.

    ګورنر د راغلو ښاغلو هر يو څخه په ډير ادب پوښتنه وکړه چې څو بچي لرئ او هر يوه څومره سبق ويلی دی.

    هغوی ورته وويل هلکانو ټولو سکولونه پاس کړيدي، خو نجونو سبق نه دی ويلی.

    ګورنر ورته ويل ولې؟
    هغوی ورته ويل موږ پښتانه يو، زموږ غيرت يې نه مني چې نجونې مو سکول ته رواني وي.

    ګورنر ورته وويل: چي که تاسې په لوڼو سبق نه واياست، نو ښځې ډاکټرانې به له کومه شي؟
    زما لور غواړی درشي؟

    يو دم په قهر شو او په تنده لهجه يی ورته وويل: چې ولې زه پښتون نه درته ښکارم. زما د بيغيرته لور به سبق وايي او ستا غيرتمن پښتون د مايني خدمت به کوي؟

    ځئ! چي بيا را نه سئ. ښه دی چې پنجابيان ستاسي غيرتمنو پښتنو د ماينوګانو په بدن ګوتې وهي.

    ګورنر له مجلسه خفه ووت، خو ماهر سړی و. خپلو کسانو ته يې پټ وويل چې مشران په يو بهانه مه پريږدئ چې ولاړ سي.
    غرمه ښه ډوډۍ ورکړئ. ګورنر ماسپښين بيا ورسره وکتل. ډيرې خبرې يې ورته وکړې. بالآخره هم يې د روغتون کار ور وکړ او هم يې د مشرانو څخه تعهد واخيست چې پخپلو لوڼو به تعليم کوي.)) دا لیکنه یی نن ټکی آسیا کی لکیلی هلته یی و ګورئ
    نو پښتونه په خدای چی ځان دی وشرماو لږ راسم شه څه بنګ دی وهلی ټول دی قتل کړل په خلکو دی دنیا تنګه کړی له سړیتوبه وتلی یی مخلوق دی ټول په عذاب کړی که ووایم فدرام ملامت ندی بیا به په قار یی هی پښتونه زړه دی را کی شین که

  2. که څوک دا تمه او امید لري چې طالبان دې د پاکستان سره ځان ښکر په ښکرو کړي، دا خو یوه بېځایه او بېمنطقه غوښتنه ده. اوس طالبان په داسې قوي دریځ کې نه دي چې د تقابل سیاست مخته بوځي. همدغه پاکستان دلته ډېر قوي حکومتونه په ګونډو کړي نو طالبان به په تقابل کې څه تر لاسه کړي. صبر او ځیرکتیا په کار ده. د ډیورنډ د کرښې مسئله له هره اړخه لکه تاریخي، کلتوري، سیاسي، حقوقي او سیاسي لحاظه د افغانانو او پښتنو په خوا ده. په اوس وخت کې یې تر ټولو اقتصادي اړخ ډېر مهم او ارزښتنمد دی. که زمونږ اقتصاد د پاکستان څخه ښه شي، نو د ډیورنډ مسئله به اسانۍ سره حل شي. پدرام ته باید ووایو چې: کاروان تېرېږي، سپي غپېږي او بس. مننه

  3. Why Latif Pedram unable to comprehend that Durand Line block Afghanistan access to Indian Ocean and that is vital interest of all?

  4. فاشیست لطیف پدرام په کور دننه او بهر دکرزی او اشرف غنی په وخت کی دا خبره کوله (پشتون پس مانده است، ضد مکتب و ضد تعلیم دخترها است).

    غازی امان الله خان پښتون وه او لمړنی پاچا وه چه د نجونو مکتبونه یی جوړ کړل او د نجونو د تعلیم په برخه کی یی ډیری هلی ځلی وکړی. مګر متآ سفانه چه تاجک سقاو او سقاویان د امان الله خان په ضد پدی خاطر راپاڅیدل چه امان الله خان کافر دی او د نجونو مکتبونه یی شروع کړیدی.
    زه فاشیست پدرام ته وایم چه تاریخ وګوره ځمونږ د نجونو تهداب او اساس ستا ورونو سقاویانو خراب کړیدی. تاسو د نجونو د تعلیم ضد وای که نه افغانستان به نن ګل ګلذار وای

  5. پدرام او د شمالي ټلوالې غداران به هيڅکله د افغانستان او د يو ملت خبره ونکړي او نه مو تر اوريدلي،دوی موږ پښتونو ته، زموږ مشرانو ته، ناموس ته او ګران افغانستان تل په بده کتلي او دوام لري، دا د حوصلې کاسه نوره په وچيدو ده او ټولو تاجکانو،هزاراګانو،ازبکو افغانانو ته وايو چې نور دې دا سپي، بې مخه او څټه، بې رنګه او بې خونده در وتړی او اصلاح يې کړئ او نور افغانانو ته مشکل که جوړه وی او ټولو ته يو بل ښه مالوم دي او سره پېژنو، مه کوئ چې دا يو يو څو د پيسو سپي چې څوک په اروپا کې اوس ناست دي، څوک په امريکا کې ستاسو له نوم او نشان نه دوی نور هم چاغ سي او بیا تاسې په ميدان پريږدي، دا وطن د ټولو افغانانو کور ده او موږ هر يو ته بايد لاس ور کړو او نور دا جاسوسان او منافقان افغانستان کې سر راپورته کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب