Homeخبرونهصالح: ملا هیبت الله وجود نه لري، ط که ټاکنو ته غاړه...

صالح: ملا هیبت الله وجود نه لري، ط که ټاکنو ته غاړه کېږدي، دهراوود کې يې هم بایلي

تاند: ( پنجشنبه، د‌ جدي شپاړسمه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح په يوه نوې ليکنه کې د طالبانو د عمومي مشر ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) د نه موجوديت ادعا کړې ده.

د هغه په وينا د طالبانو ستراتيژيک مدیریت او د ټولو چارو رهبري د پاکستاني استخباراتو په لاس کې ده.

صالح له طالبانو څخه د پراخ ولسي نفرت له يادولو او پر خلکو د دوی د پراخو ظلمونو ادعا سره وايي، چې د پاسپورټ پر اداري دومره ګڼه ګوڼه د طالبانو او ملت د نه تعامل څرګندونه کوي.

د هغه په وينا، که ګاونډيو هېوادونو د افغانستان پر مخ خپلې پولې پرانيستي وای، د شوروي د تېري له وخته به ډېر خلک له افغانستان څخه وتلي وای.

صالح دا هم وايي، چې که مطبوعاتو نسبي ازادي هم لرلای، ثابته کړې به يې وه، چې د انسان تښتوونې او خاص ډول د صرافانو د تښتولو د اکثرو پېښو تر شا خپله طالبان لاس لري.

د ولسمشر غني لومړي مرستيال طالبان ننګولي، چې که د نیک نامۍ ادعا لري ټاکنو ته دې غاړه کېږدي.

د هغه په وينا، که طالبان ټاکنو ته حاضر شي، حتا د ارزګان په دهراوود کې به يې ونه ګټي.

امرالله صالح له خلکو غوښتي، چې په هره ممکنه بڼه د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي او د مقاومت ليکې پياوړې کړي، ځکه له دې پرته بل انتخاب نه لري.

طالبانو د پخوا په شان د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...