دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهنيوزيلنډ ومنله چې سرور دانش او کورنۍ ته يې پناه ورکړې

نيوزيلنډ ومنله چې سرور دانش او کورنۍ ته يې پناه ورکړې

تاند: ( پنجشنبه، د‌ جدي شپاړسمه) د نيوزيلنډ چارواکو منلې، چې د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني دويم مرستيال سرور دانش او د هغه د کورنۍ ۱۳ غړو ته يې پناه ورکړې ده.

د دغه هېواد د کډوالو چارو وزارت يوه مقام فيل توفورد ويلي، چې د بشري حقونو په اړه د دانش دريځ د هغه او کورنۍ د پناه ورکولو عمده دليل يې دی.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلی دانش په افغانستان کې د بشري حقونو د هزاره ډلو له اصلي ملاتړو څخه و.

نوموړی د عبدالعلي مزاري د حزب وحدت ګوند له مهمو فرهنګي کسانو څخه و، چې د کابل د کورنۍ جګړې پر وخت يې د خپلې ډلې بشري جنايتونه توجیه کول.

سرور دانش پر پراخ او سيستماتيک قومي تبعيض سربېره په پراخ مالي فساد هم تورن و او ويل کېږي، چې يوازې د خپل بواسير د عملياتولو لپاره یې د دولت له بودیجې څخه په میلیونونه افغانۍ ويستې وې.

سرور دانش د جمهوري نظام په وروستيو کلونو کې د عليپور په نوم د هزاره نا مسووله وسله والو هغه قومندان په ضمانت خوشې او د قانون له منګولو وويست، چې د لسګونه ملکيانو او پښتنو پر وژلو سربېره یې د افغانستان د دفاع وزارت یو شمېر کومانډویان هم شهیدان کړي او د دوی یوه چورلکه یې ویشتې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب