یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: ط د خلیلزاد په معامله واک ته رسیدلي، نړۍ دې...

ولسمشر غني: ط د خلیلزاد په معامله واک ته رسیدلي، نړۍ دې مشروعيت نه ورکوي

تاند: ( پنجشنبه، د‌ جدي شپاړسمه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د واک ته رسېدو تر شا د امریکايي عامل د موجوديت خبره کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې دا نامشروع ډله په رسميت ونه پيژني.

ښاغلي غني د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته په خپله یوازینۍ مرکه کې وويل:(( له بده مرغه ما پسې ډېر منفي تبلیغات شوي ؤ، او موږ ته هېڅکله دا موقع مساعده نشوه چې دوی سره کېنو او خبرې وکړو. خلیلزاد دوی سره کېناسته. موضوع په بشپړ ډول امریکایي شوه او افغانان ترې حاشیې ته شول. زه په دې نظر یم چې اوس د حقیقي بحث امکان شته، ځکه دوی د دولت دارۍ تر ټولو اساسي فکتور څخه، چې مشروعیت، برخمن نه دي. طالبان داخلي او نړیوال مشروعیت نه لري. اوس نړیوالو او سیمې ته لازمه ده چې دوی ته د مشروعیت ورکولو په برخه کې په متفق ډول عمل وکړي. د سولې پروسه کې دوی په مختلفو لارو لاړل، د مشروعیت په برخه کې باید داسې ونکړي.))

ولسمشر غني په ورته وخت کې له سیاسي لارې د افغانستان د قضيې پر حل ټینګار لري.

هغه وايي:(( د افغانستان مسئله نظامي حل لاره نه لري. په همدې دلیل د جګړې زیاتېدو سره سره موږ تر آخره د یو سیاسي جوړجاړي لپاره هڅه کوله. طالبانو او د دوی ملاتړو، آی ایس آی، پدې باور و چې د حل لاره جګړه ده، او ټوله انرژي یې په جګړه ولګوله. د تاوتریخوالي او جګړې شدت ته یې هر اړخیزه او په میتودیک ډول کار وکړ.‌ دوی هېڅ ډول سیاسي جوړجاړي ته ژمن نه وو.))

طالبانو د ولسمشر غني د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په کور دننه بيا ډېرو افغانانو د هغه د څرګندونو او د افغانستان د قضيې د حل لپاره یې له وړاندې کړې طرحې ملاتړ کړی دی.

3 COMMENTS

  1. او غني ګله، د دوه روپيو سړی هم نه وې. د لنډغرو حکومت وو او ته یې لکه ټټو روان کړی وې. چیغې به دې وهلې او د لاسه دې هېڅ نه کېدل. پرېږده چې همدا طالبان حکومت وکړي او دا هېواد ارام او هوسا شي. مفتې خبرې مو ښې زده دي، په عمل کې خوشې شیان یئ.

  2. غلام او بی کفایته دافغان له کلتور او فرهنګ بی خبره دقدرت لیونیه او په سلګونونو زرو افغانانو قاتله نور نو دالله نه بښنه وغواړه او دبیبی ګلی سره هغه دغلا په پیسو بی ضمیره ژوند او ذلیل عمر تیروه افغانان پریګده چی آرام ژوند وکړی

  3. ذلیل ژوند اوس جاري دی د ای اس ای غلامی و هیڅ افغان ته د منلو نده.
    د کلدارو وږو ولي پر حقیقت سترګي پټوی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب