Homeخبرونهفراه کې د ط هوايي ځواک ۱۲ سېلاب ځپلي ژغورلي

فراه کې د ط هوايي ځواک ۱۲ سېلاب ځپلي ژغورلي

تاند: ( پنجشنبه، د‌ جدي شپاړسمه) د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د طالبانو هوايي ځواک د دوو کورنيو ۱۲ غړي، چې سېلابونو ايسار کړي وو، ژغورلي دي.

 په فراه کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند عارف عدیل ويلي، چې دغه سېلاب ځپلي کسان یې فراه ښار ته لېږدولي دي.

سرچینې ویلي، چې د دغو سېلاب ځپلو کسانو کورونه نړیدلي او په فراه کې د طالبانو ځايي چارواکو ورسره نقدي مرسته کړې ده.

سرچينې د فراه په بکواه کې د سېلابونو له کبله د نړيدلو کورونو شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي چې د ځاني زيان راپور ورڅخه نه دی ترلاسه شوی.

چارواکو دا هم ویلي، چې مرستندويه ادارو په فراه کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو لړۍ پيل کړې ده.

څو ورځې مخکې په کندهار کې هم د طالبانو هوايي ځواک یو شمېر سېلاب ځپلي کسان ژغورلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...