دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهسرچينې: ط ۸ ترکمنستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او هغوی د...

سرچينې: ط ۸ ترکمنستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او هغوی د آقينې بندر تړلی و

تاند: ( پنجشنبه، د‌ جدي شپاړسمه) په فارياب کې ځايي سرچينو د جوزجان په خم اب ولسوالۍ کې د طالبانو او ترکمنستاني ځواکونو د نښتې په غبرګون کې د ترکمنستان له لوري د آقينې بندر د يوه ورځیني بندښت خبر ورکړی.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه خپريدو په شرط رسنيو ته وويل، چی د آقينې بندر له ترکمنستاني لوري سره د طالبانو د يوه پلاوي له مذاکراتو وروسته بيرته پرانيستل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د جوزجان په نښته کې د طالبانو په ډزو د ترکمنستان ۴ سرحدي سرتيري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ويل شوي، چې د افغانستان له لوري په نښته کې يو ملکي وګړی وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.

په فارياب کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي شمس الله محمدي بيا دا څرګندونې رد کړي دي.

اد طالبانو او ترکمنستاني ځواکونو تر منځ د نښتې راپور اوړمه ورځ رسنيز شو او په جوزجان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس تاييد کړ، خو وروسته د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د ترکمنستان سفارت په دې اړه راپورونه رد کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب