دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+پر ډیورند کرښي تازه جنجالونه

پر ډیورند کرښي تازه جنجالونه

محمد سمیع صادق

له تېرو څو اوونیو راهیسي د ډیورنډ کرښي کړکېچني ستونزي په خواله رسنیو کي بیا ناندرۍ را پورته کړي دي. د اغزن تار د لګولو د مخنیوي او د مزو  د ماتولو ويډیوګاني د افغانانو له تاوده هرکلي سره بدرګه سوې. د افغانانو دې تاوده هرکلي ته د پاکستان بېلا بېلو لیکوالو او شنوونکو د کرکي ډک غبرګونونه ښوولي دي. و ما ته تر ټولو جالبه په دوی کي د ښاغلي آصف دراني (؟) ، په افغانستان کي د پخواني سفیرد پخواني مرستیال، څرګندوني وې چي د طلوع تلویزون د تودو خبرو په بحث کي يې مطرح کړې. ښاغلی درانی چي ځان پښتون معرفي کوي خو پښتو ژبه يې د پنجاب په پوځي بېرکو کي په جي سر جي ویلو سره دومره ورانه کړې ده چي د مونث او مذکر توپیر خو لیري پرېږدئ د ساده پښتو ټکو په ویلو کي لا ګوډ او ړوند کېدی. توصیه مو ورته دا ده چي که ځان پښتون بولي نو دي د پښتو زده کړي ته پر سیاسي بحثونو ترجیح ورکړي. دراني صاحب دومره په تمسخر او تفخر د کوربه د پوښتونو جوابونه ورکول چي د مرکې په جریان کي به ئې کله کله له ځان سره خندل او کله کله به یې پر کوربه ښه په ډک نس قهقهه لګول. د مرکې و جزیاتو ته نه ځم اما لوستونکو ته د تودو خبرو د دې قسط د کتلو سپارښتنه کوم تر څو نور هم پوه سي چي د افغان حیثیت او د افغانستان مقام د پاکستاني چارواکو له نظره څومره او څه شی دئ. د بحث لینک دغه دئ

د افغانانو پر وړاندي دا متکبرانه چلند يواځي د د دې موصوف له خوا نه بلکه اوس خو د افغانستان په چارو کي مداخله کول او موږ خپل  تر ځان حقیر بلل اکثره پاکستانیان خپل مسلم حق ګڼي، که مو باور نه کېږي نو د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کي د افغانستان په اړه د خبرونو، لیکنو یا هم انټرنېټي پیوندونو لاندي تبصرې ولولئ چی له نمک حرامه نېولې بیا نو د ناموس تر ښکنځلو غوندي خرافات به مو تر سترګو سي.

د چاپی رسنیو خبرنګارانو چي زموږ طالبان ئې دا میاشت دمخه لا پر باڼوګانو کښېنولي وه او د فتحي قصېدې ئې ورته لیکلې اوس ئې خورا په جدیدو القاباتو او سپکو سپورو نازولي دي. د دوی دا لوستې طبقه په دې نظر ده چي د اشرف غني حکومت د هند د استخباراتو په ملګرتیا دومره زړه ورتیا نه درلوده چي د دې سیم خاردار د غځولو مخه ونیسي نو بیا دا زموږ روزل سوي ډلي دا جرات له کومه کړ چي دا تار له بېخه وباسي. د سپېڅلي قلم و خاوندانو ته اوس د مقدس رسالت دنده ور په یاد سوه چی د طالبانو پر وړاندي باید حقیقت ولیکي نو ئې له خپلو واکدارانو څخه سوالونه پېل کړي دي چي په پاکستان کی د افغانستان و طالبانو ته ولي بسپني ټولېږي. دوی له خپلو «منتخبو» مشرانو څخه پوښتنه کوي چی ولي د امارت مشرانو ته اجازه ورکول کېږي چي په پاکستان کي د رسمي سفر په ترڅ کي له خپلو هم نظره ډلو سره لیده کاته وکړي (اشاره ئې د امیر خان متقي او او مولانا فضل الرحمن ملاقات ته ده) او څنګه پرېښول کېږي چي خپل د خوښي له ژورنالستانو سره ناسته او ولاړه وکړي (موخه ئې د سلیم صافي او طالب مشرانو څخه ده).

عجیبه خبره خو دا ده چي ژور ریاست یا پټ دولت یعني د نظامي ځواک دا درباري لیکوال د سرحد د تقدس جارونه وهي او افغان لوري ته د توصیه کوي چي د «تعیین» سوي سرحد احترام وکړي اما بیا هم دغه واعظان هلته ړانده سي کله چي ئې بادارن عیني تر نا منل سوي کرښي هم په لسګونه کلومتره د موقع په استفادې سره زموږ و خاوري ته را واوړي.

دا سپین سترګي لیکوال خپل د اولس په سترګو کي هم خاوري پاشي او لګیا دي په خپلو بې منطقه شننو کي هم دغه درواغ ورته قطاروي چي دا کرښه د افغانستان ټولو پخوانیو نظامونو د رسمي سرحد په توګه منلې ده نو اوس  طالبان ولي دا مسئله را پورته کوي. تر اوسه دوی د افغانستان د هپڅ کوم پاچا، مشر یا اولسمشرسره امضا کړی داسي کوم سند یا تړون نه دئ ښوولی  چي و دې کرښي ته دي ئې د دواړو هېوادونو تر منځ د پولي رسمیت ورکړی وي او بیا دا د کوم حکمران یا ډلي تصمم نه سي کېدای، د دې کرښي د برخلیک پرېکړه د دواړو غاړو د اولسونو مشترکه فریضه ده.

په اوسنیو شرایطو کي د پاکستان تله په ترازو کي زموږ تر خوا درنه ده، لکه څرنګه چي د دوی وزیر خارجه شاه محمود قریشي ویلي دي دا شخړه به له ډيپلوماټیکو لارو حل کړي او پر پوله به د اغزن تار د غځولو دا لړۍ ادامه ومومي، واقعاً به هم داسي وسي ځکه چي د طالبانو له لوري شخړه پر ډیورنډ لاین نه ده بلکه جنجال پر دې دئ چي نور مه را وړاندي کېږئ، را پاته خاوره مو مه لاندي کوئ.

دا اغزیو ډک دا دیوال به د پښتون وطن پر پراخي ۲۶۷۰ کلومتري سینې پورته کېږي او ډېر ژر په بشپړیږي. کار ۹۰ سلنه خلاص دئ. چی په دا ۹۰ فیصده کي ئې چا لاسونه ور تم نه کړل نو په پاته ۱۰ فیصده کي به څوک د دې تور دېب و  مخ ته ودریږي؟

2 COMMENTS

  1. ډ ډیورن کرښه ، که د کرښه دواړه خوا ته حکومتونه او ان ټوله نړی یی هم و پیژنی ، خو اصیل يښتانه د خوشحال خان او بایزید روښان نسل به یی ضرور یو وخت لکه د جرمن ولس په څیر د فرصت نه په استفادی به ان که کانکریټی او رسمی دیوال هم وی وران کړی ، او دوی به هم په نړی کی یو با افتخاره تاریخ او ژوند جوړ کړی ، تارونه، بندونه ، دورازی او جالونه تل له داخل څخه ماتیږی ، شلیړی ، په پیښور او کویټه کی خو ټول د شاشجاع ، نصرالله بابر ، خمیدګل او اصف درانی اولاد او نسل نه اوسی ،هلته د ایوب خان ، خوشحال خان ، ایمل خان ، بایزید روښان او غفارخان او نورو شازلمیو اولادوو اوسی ، نو هغوی ټولو د لاهور جوړ بنګړی لا تر اوسه ندی اچولی .
    د هم هغی ورځی په هیله چه دا کرښه د برلین دیوال په څیر د تل لپاره له منځه لاړه شی

  2. سلامونه
    زما په فکر په اړونده موضوع د ڼن شمشاد ټي وي خبرونو کښې دښاغلي ډاکټر ساب حکمت الله حکمت سپينې با ارزښته نظرونه واورئ
    بله خبر دا چې پریزډنټ غني ویلي و” … دا اغزن سیم کولای شو قیچي کړو!!”. خوستون پنجم ېې نظام کیڼچي کا…
    اوس چې ځينې ط.لبن ملي+اسلامي وجدان لرونکي ځلمیان د خپلو خاورو دحفاظت لپاره اغزن تار ټولوي د قدر وړ اقدام دی مګر پنجابي جرنیلان او په نورو صوبو کې جاسوسان او چافلوسان ېې د ډپلوماسۍ خبرې کوي؛ مونګ وایو دا څو ورځې مخکې ېې په (او.آی.سي.)غوڼډه کې د متقي خان سره عجبه ډپلوماسي وکړله؟ یا مو د اې ټي پي+ټي ټي پي او پي ټي ایم او اې ان پي ا.د.ن. سره غیر له دهشتګردي، وژنو،زور چلولو،غصب او ډار اچولو، د پښتنو+بلوڅو+ … حق،عزت او ارادو ته له کومې ډپلماسۍ کار اخیستی ؟؟؟
    وخت به راځي منصور به دار نلري او ملا به ډار!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب