دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+رسنۍ او له لسیزو جګړو راوتی ولس

رسنۍ او له لسیزو جګړو راوتی ولس

 خلیل الرحمن همایون
د رسنیو څارل او له حالاتو نه خبراوی د انسان فطري اړتیا ده، هر سالم بینادم غواړي چې له روان وضعیته خبر شي. د اسلامـ.ي امـ.ـارت له واکمن کېدو را هیسې د هغو رسنیو خبري زاویو او رسنیزو فعالیتونو ته مې پام ور اوښتی، چې پېچونه یې له هېواده بهر تاویږي؛ دومره ډېره موده کې مې له دوی د ګوتو په شمیر د خیر خبرې وا نه ورېدې. کرۍ ورځ د هېواد په تخریب او موجوده حکومت په بد او کمزوري ښودلو ستړي شي، دوی ګرم نه دي، ځکه دوی د هغه چا ارزښتونه پالي، چې زموږ بربادۍ کې د هغو ګټې دي.
هغه ولس چې له لسیزو جګړو، نا امنیو او وحشتونو نه یې تازه د ارم ساه اخیستې وي او اوس هم له لوږې او اقتصادي بحرانه کړیږي، د دوی پر وړاندې رسنۍ څه مسوولیتونه لري، د دې ولس د هوساتوب او رواني سکون لپاره باید رسنۍ څه وکړي؟
د اسلامـ.ي نظام راتګ او له شل کلن اشغال خلاصېدل په موږ د رب لویې نېکمرغۍ وې، خو د دې پېرزوینې تر څنګ موږ الله تعالی په یو بل ازمیښت کې راګېر کړو، هغه له نړیوال کفر پرته حکومتولي ده. کله چې امریکا او ملګري یې له هېواده وشړل شول، دوی د خپلې ماتې د جبران لپاره پر افغانستان اقتصادي بندیزونه ولګول، ملي شتمني یې ګنګل کړه او نړیوال یې د امـ.ارت له رسمیت پېژندنې راوګرځول. دلته د دې ستونزو له امله اقتصادي وضعیت خراب شو، افغانۍ د ډالرو په مقابل کې خپل ارزښت را کم کۀ، بې روزګاري شوه او د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوې.
د حالت د بتر ښودو په اړه د رسنیو د افراطي تبلیغ خلک نور هم وارخطا کړل، دا سمه ده، چې لوږه او بې روزګاري پخوا په نسبت زیاته شوې، خو له دې رنځه موږ دا شل کاله هم بې غمه نه و، موږ باید د دې ستونزو په عمیقو لاملونه غور وکړو. د دې نا سم پروپاګند له امله ولس رواني ګډوډ شوی، روحیه یې بایللې.
اکثریت لوستو ملګرو سره چې مخ کیږي، مجلس ورسره کوم، د هېواد د پرېښودو تکل یې کړی، ټول په دې هڅه کې دي، چې په کومه لار کوم هېواد ته لاړ شي.
دا د دې بحران د حل لار ده؟ دا به ومنو چې پردیو هېوادو کې به شتمني لاسته راوړو، خپل خواهشات به وپالو، خو د وطن دوستۍ، د ولس د مجبوریت له درد او د وجدان له عذابه به کرار ژوند وکړو؟
موږ به فردي نېکمرغه شو، خو اسلام، وطن او ولس سره د چوپړ ژمنه به مو یوازې د دروغو لاپې پاتې شي بس، هغه ژمنه چې د هغې لپاره موږ قلم راخیستی او د کتابونو پاڼې مو د دې انګیزې سره اړولې. د رزق پیدا کولو تر څنګ باید دا فکر هېر نه کړو، چې د یو باسواده او مسلکي کس په حیث د یو ویجاړ هېواد او ناچاره ولس رهبریت را تر غاړې دی.
رسنۍ په داسې حالت کې مسوولیت لري، چې ولس ته د وطن دوستۍ روحیه ورکړي، لوستی قشر چې په هغوی شپاړس یا اتلس کاله د هېواد شتمني او د هر افغان حق پرې مصرف شوی، دغه کسان چې وطن پرېږدي د هغې خاورې راتلونکی به څه وي، له بدو به بتر نه شي؟
هر بشري نظامونه ستونزې او نیمګړتېاوې لري، اسلامـ.ي امـ.ارت هم له ستونزو او نیمګړتېاو مستثنا نه دی، هغه نظام چې هغه په بنسټیز ډول نوی وي، د پردیو له ملاتړ پرته د هېواد چارې سمبالوي، حتمي به یې پیل له ستونزو خالي نه وي او په ځان بسیا کېدو لپاره به وخت غواړي؛ باید زغم ولرو. رسنۍ دې د ښه توب لپاره نقد وکړي، ځکه د حکومت له چارو څارنه د مطبوعاتو حق او مسوولیت دی، خو داسې نه چې د نظام ښه خواوې د تخریب له سره ځار کړي.
موږ اکثریت دومره ماده پرست او د کمزورې عقیدې خلک جوړ شوي یو، چې د کفر له ملاتړ پرته په ژوندي پاتې کېدو او د ښه ژوند هیله نه لرو.
شل کاله په وطن داسې چارواکي مسلط و، چې هېواد یې لکه لاس تړلی بندي داسې کړی و، چې خولې ته تیاره ډوډۍ ورسېږي او نور د خپلې ازادۍ او راتلونکي په غم کې نه وي؛ اوس چې هغه تیاره مړۍ راباندې درېدلې، مجبور یو، خپل تړلی ځان خلاص کړو او خپله د خپل رزق او راتلونکي غم وخورو. د ټولنیزو او ټولیزو رسنیو خاوندان باید د ولس دغه حالت درک کړي. هغه کس چې تازه له رواني او جسمي رنځونو راوتلی وي، د هغه سلامتیا او ښه والي لپاره له زربیني نیوکو نه د هغه په شا ټپول ډېر ښۀ تمامیږي.
هغه دولتونه ، چې د ولس سره سړې اړیکې ولري او تر منځ یې محبوبیت نه وي، هغه حکومتونه تل کمزوري او کم عمره وي. که د هېواد د تېرې یوې پېړۍ تاریخ پاڼې واړوو، یو پېړۍ کې دلته ډېر نظامونه راغلي او ړنګ شوي، موږ تل نظامونه تخریب او کمزوري کړي، ځکه د نړۍ په کچه دومره بدبخت او ورسته پاتې یو.
اوس چې رب یو اسلامـ.ي او شرعــي نظام راکړی، ژمن، مخلص او عادل چارواکي یې را باندې حاکمان کړي، باید د رب شکر ادا کړو. له اشغـال ورسته هر ولس په خپل منځي جګړو او دربدریو اخته شوي، الحمدلله موږ الله تعالی د اسلامـ.ي امـ.ارت پواسطه له داسې حالته وساتلو او د وطن ابادۍ او رغون ډېر ښه فرصت یې راکړ، رب دې موږ ولس نور د تخریب او ویجاړۍ له عذابه راوباسي او د وطن دوستۍ او اسلامــ.ي نظام د پاللو توفیق دې راکړي.
د ټولنیزو او ټولیزو رسنیو کاروونکي او پر مخ وړونکي دې په داسې حساس وضعیت کې هېوادوالو ته د وطن سره د مینې او ژمنتیا فکر ورکړي او داسې خپرونې او رسنیز چوپړ دې وکړي، چې ذهني ګډوډیو کې راګیر ولس ته ذهني سکون شي او خپلې خوږې خاورې پر وړاندې په صادقانه ډول مسوولیتونو ادا کولو ته چمتو او لا ګړندي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب