تاند (پنجشنبه/د جدي ۱۶مه) — په کابل کې یو افغان ډاکتر محمد سفیر ځدراڼ وایي د ښاریانو د بې وزلۍ له امله یې له ورتلونکو ناروغانو څخه فیس اخیستل ودرولي او په وړیا ډول یې معاینه کوي.
ښاغلی ځدراڼ وایي چې خپل دغه وړیا خدمت به، چې له وړمې ورځې راهیسې یې پیل کړی دی، د ژمي د درې میاشتو په بهیر کې جاري وساتي.
له جرمني څخه د ډاکتر ځدراڼ یوه ورور وزیر ځدراڼ له تاند سره په خبرو کې وویل چې ډاکتر ځدراڼ له کابل پوهنتون څخه فارغ شوی او په کابل کې د انداراګاندي د کوچنیانو روغتون کې یې چې د هندوستان جمهوریت په مرسته چلېږي د کوچنیانو د ناروغیو په برخه کې تخصص ترلاسه کړی دی.
دغه راز، نوموړي د جرمني په فرانکفورت ښار کې له اسکلیپیوس کلینیکین څخه چې ۴۵ زره کسان په کې کار کوي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۱۵۰ روغتونونه چلوي، د ایکو کارډیوګرافي په برخه کې تخصص ترلاسه کړی دی.
ډاکتر محمد سفیر ځدراڼ چې د کابل ښار د دهن باغ څلورلارې په الفلاح کلینیک کې کار کوي، وایي چې د ماسپښین له ۲ بجو څخه تر ۶ پورې به له خپلو ورتلونکو ناروغانو څخه فیس نه اخلي.
په افغانستان کې د زمري په میاشت کې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته ګڼ شمېر خلک بې کاره شول، اقتصادي بنسټونه او خدمتونه ټکني شول چې ورسره بې وزلي ورځ تر بلې په ډېرېدېدلو ده او ویل کیږي چې که نوي واکمنان او اړوند بنسټونه لاس په کار نشي، ښایي یو بې ساري بشري ناورین رامنځته شي.
داکتر صاحب! همین است طریق آدمیت و خداوند متعال بهترین اجر دهندگان است در دنیا و آخرت.و این درس و ابتکار عالی و مؤمنانه است برای آنکه توان خدمت دارد.رسول الله صلی الله علیه و سلم میفرماید:مَن لا یَرحم لا یُرحم ما شدیداً نیازمند مسابقه در خدمت هستیم و همین است خصلت تعلیم یافتگان باتربیت سالم ..مؤفقیت بیشتر تانرا از خداوند مددگار نیکوکاران در خدمت ملت مظلوم خواهانم .و ناگفته نباید گذاشت که خدمات ملی و انسانی تاند و گردانندگان محترم شان در تقدیر از همچو خادمان و رول خوب تاند در ملت سازی و ترجیح منافع ملی قابل قدر است و مؤفقیت مزید شان را از خداوند متعال خواهانم .