Homeخبرونهمنظور پښتین: د ط او پاکستان اړيکې رسميت لرلو ته کومه اړتيا...

منظور پښتین: د ط او پاکستان اړيکې رسميت لرلو ته کومه اړتيا نه لري

تاند: ( چارشنبه، د‌ جدي پینځلسمه) د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین وايي، چې په افغانستان کې واکمن طالبان او پاکستان د خپلو اړیکو د رسمي کولو کومه اړتيا نه ويني، ځکه پاکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني.

ښاغلي پښتین په یوه تازه مرکه کې وويل، چې پاکستان له پخوا نه طالبان په کابل کې د بریدونو لپاره حمايه کول او خپلې ګټې یې پکې لیدې.

نوموړي دا هم وويل، چې د طالبانو او پاکستان اړيکې ټولو ته روښانه دي او دوی يې له رسمي اړيکو هم سره پاللی شي، ځکه خو د رسمي اړيکې د رامنځته کولو اړتيا نه ويني.

ښاغلي پښتین په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د حق غوښتنې د وروستي لاريون په اړه چې په کراچۍ ښار کې د لسګونو زره کسانو په ګډون تر سره شو، وویل چې دا لاريونونه او مبارزه به دوام ولري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر وويل، چې د پاکستان په زندانونو کې د زرګونو بې سرنوشته بنديانو را خوشې کیدل د دغو لاريونونو او مبارزې اساسي غوښتنه ده.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د پوځ او ظلمونو پر ضد يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مبارزو پراختيا په نړيواله کچه د ډېرو پښتنو له ملاتړ سره مخ شوی او د نړۍ په مختلفو برخو کې مېشتو پښتنو د دغه غورځنګ په ملاتړ د لاریونونو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...