دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد امر بالمعروف وياند: د خلکو د شخصي حريم نقضونکي محتسبين به...

د امر بالمعروف وياند: د خلکو د شخصي حريم نقضونکي محتسبين به ګوښه او مجازات کړو

تاند: ( چارشنبه، د‌ جدي پینځلسمه) ‏د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف وايي ټولو محتسبینو ته لارښوونه شوې چې د خلکو پر شخصي حریم تېری ونه کړي.

عاکف وايي: که چېرې کوم محتسب د خلکو پر شخصي حریم تېری وکړي، له دندې به لرې کېږي او قانوني چلند به ورسره کېږي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې له هغې خپرې شوې ویډیو سره خپل تړاو رد کړی، چې د يوه ځوان ويښتان پکې د يوه طالب له لوري پرې کيږي.

د طالبانو امر بالمعروف ادعا کوي، چې دغه کس د دوی اړوند نه دی.

يادې ویډیو او د طالبانو د امر بالمعروف او نورو کسانو دا ډول چلند په ملي او نړيواله کچه توندو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

منتقدان باور لري، چې د خلکو د اساسي حقوقو او خصوصي حريم نقض او توهین د طالبانو په مفکوره کې ځای لري او ګومان نه کوي چې د امر بالمعروف وزارت يادې څرګندونې د خلکو له تېر ايستلو پرته بل هدف ولري.

دوی طالبان ننګوي، چې که ريښتيا د خلکو د حقونو نقض يې رسمي پالېسي نه وي، نو ژر دې د میلیونونو نجونو پر مخ تړلي مکتبونه بیرته خلاص او د خلکو د شخصي حريم نقضونکي طالبان په علني ډول مجازات او ویډیوګانې یې د رسنيو له لارې خپرې کړي.

1 COMMENT

  1. د تالبانو عمل او وینا لکه ځمکه او اسمان فرق لری
    خبری د پیغمبرانو کوی او کړنی د شیطانانو کوی
    په دروغو ویلو او منافق کی باید تالبانو ته مډالون ورکړل شی

    د تالب و ینه او وجود د وحشت او جهالت نه جوړ دی او بل امید تری کول ځان تیریستل دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب