دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهتخار نه وروسته په بلخ کې هم جومات کې لمونځ اجباري شو

تخار نه وروسته په بلخ کې هم جومات کې لمونځ اجباري شو

تاند: ( چارشنبه، د‌ جدي پینځلسمه) د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له تخار څخه وروسته په بلخ ولايت هم پر خلکو اجباري کړه، چې لمونځونه به په جوماتونو کې په جمع کوي.

په بلخ کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر ریاست خلکو ته ويلي، چې ۵ وخته لمونځونه دې په جوماتونو کې وکړي، ځکه دوی یې څارنه کوي.

د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر ځایي مسوولانو د مزار شریف په روضې جومات کې دوه هم ويلي، چې ښځې يوازې د حجاب له مراعتولو سره کورونو نه د وتو اجازه لري.

همدا روانه اونۍ له تخار ولايت څخه راپور ورکړل شو، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې مسوولانو د يوه ۷۵ کلن سپين ږيري په ګډون یو شمېر کسان له دې کبله په سیند کې غوپه کړي، چې ګواکې جومات ته د لمانځه لپاره نه دي حاضر شوي.

‏نن د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف وويل، چې ټولو محتسبینو ته لارښوونه شوې څو د خلکو پر شخصي حریم تېری ونه کړي.

عاکف زياته کړه: که چېرې کوم محتسب د خلکو پر شخصي حریم تېری وکړي، له دندې به لرې کېږي او قانوني چلند به ورسره کېږي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې له هغې خپرې شوې ویډیو سره خپل تړاو رد کړی، چې د يوه ځوان ويښتان پکې د يوه طالب له لوري پرې کيږي.

د طالبانو امر بالمعروف ادعا کوي، چې دغه کس د دوی اړوند نه دی.

يادې ویډیو او د طالبانو د امر بالمعروف او نورو کسانو دا ډول چلند په ملي او نړيواله کچه توندو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

منتقدان باور لري، چې د خلکو د اساسي حقوقو او خصوصي حريم نقض او توهین د طالبانو په مفکوره کې ځای لري او ګومان نه کوي چې د امر بالمعروف وزارت يادې څرګندونې د خلکو له تېر ايستلو پرته بل هدف ولري.

دوی طالبان ننګوي، چې که ريښتيا د خلکو د حقونو نقض يې رسمي پالېسي نه وي، نو ژر دې د میلیونونو نجونو پر مخ تړلي مکتبونه بیرته خلاص او د خلکو د شخصي حريم نقضونکي طالبان په علني ډول مجازات او ویډیوګانې یې د رسنيو له لارې خپرې کړي.

1 COMMENT

  1. طالبه اول دې ځان ته متوجه سه او فکر وکړه چې ته يو داسې ملت سره مخ يې چې خپل تاريخ يې په اسلام ولاړ ده، او د اسلام په دفاع کې يې ډير څه قرباني کړي، خو دا اجباري او پنجابي اکټونه به ستا په تباهي پای ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب