Homeخبرونهپه ايټاليا کې افغان دیپلوماتانو په پيسو وهل ټکول سره کړي دي

په ايټاليا کې افغان دیپلوماتانو په پيسو وهل ټکول سره کړي دي

تاند: ( چارشنبه، د‌ جدي پینځلسمه) راپورونه وايي، چې په ایټالیا کې د افغانستان د سفارت د دیپلوماتانو تر منځ د سفارت په عوايدو او پيسو وهل ټکول سره کړي دي.

ويل شوي، چې دغه وهل ټکول د افغانستان د سفير خالد ذکريا او د سفارت د لومړي سکرتر محمد فهيم کشاف تر منځ شوي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت بيا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سفارت مسوولینو د سفارت لومړی سکرتر فهیم کشاف له سفارت څخه ويستی او دا غیر قانوني عمل دی.

يو شمير رسنيو ويلي، چې فهیم کشاف د طالبانو له لوري په ایټالیا کې سفیر ټاکل شوی او د اخ و ډب لامل په همدې اړه جنجال و، خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د نوي سفير د ټاکلو موضوع رد کړې ده.

ځينو نورو سرچينو ويلي، چې د سفارت د مسوولینو تر منځ د سفارت د پيسو او عوايدو په ویش جنجال او اخ و ډب شوی دی.

د جمهوري نظام له سقوط او د افغانستان له بې نظامۍ سره په ډېرو بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو له لوري د عوايدو د حیف و میل خبره کېږي.

ويل کيږي، چې په ډېرو سفارتونو کې چارواکو د‌ پيسو لاسته راوړلو او حیف و میل لپاره د جعلي اسنادو جوړولو ته هم زور ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...