دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ: پر ډیورنډ د اغزن تار لګول دوام لري

د پاکستان پوځ: پر ډیورنډ د اغزن تار لګول دوام لري

تاند: ( چارشنبه، د‌ جدي پینځلسمه) د پاکستان د پوځ ویاند ‏بابر افتخار وايي، چې پر ډیورنډ فرضي کرښې د دغه هېواد له لوري د اغزن تار لګول هماغسې دوام لري.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو ټینګار وکړ.

هغه دا هم وويل، چې د اغزن تار د لګولو چارې د طالبانو په همغږۍ ترسره کیږي او له هغوی سره په دې اړه تفاهم شوی دی.

 د طالبانو لوې درستيز قاري فصيح الدين تېره اونۍ په دې موخه ننګرهار ته لاړ، چې پر ډیورنډ فرضي کرښې د پاکستان د اغزن تار لګولو پر سر د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د ناندرۍ له سیمې لیدنه وکړي.

هغه د دغه سفر پر مهال خبرداری ورکړ، چې پاکستان ته به د یاد شوي تار د لګولو اجازه ورنه کړي.

د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستيال امر الله صالح تر څنګ د پښتونخوا مشهورې سیاستوالې بشرا ګوهر او نورو منتقدینو د پاکستان او طالبانو دغه ناندرۍ نمایشي او غولونکي ګڼلي.

دوی دغه ناندرۍ طالبانو ته د پاکستان لخوا په افغانستان کې د ملي باور جوړولو هڅه بللې، خو ویلي چې ټول افغانان د طالبانو او پاکستان په ژورو او د نوک او اورۍ په شان اړیکو نه پوره خبر دي.

3 COMMENTS

  1. دا وطن اوس خپل اصلی صاحب لری پاکستان او پانجاپیان باید پدی پوه شی جی نور زموږ دخاوری پوښتنه کیږی او دوی د زموږ دغازیانو تاریخ یو ځل دقیق ولولی او په ډیره آرامه او بدون له جنګه زموږ خاوره راوسپاری پدی کی به ددوی خیر وی کنه بیا خو دافغان آبدالی او میرویس خان اولاد ددوی په سمولو ډیر ښه پوهیګی

  2. څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو ټینګار وکړ.
    هغه دا هم وويل، چې د اغزن تار د لګولو چارې د طالبانو په همغږۍ ترسره کیږي او له هغوی سره په دې اړه تفاهم شوی دی.

    70 کلن پنجابستان او محمود نمایشی باید پدی وپوهیږی چه د ډیورنډ مسله د افغانستان د خلکو مسله ده، نه د حکومتونو مسله. دغه مسله کی د طالیبانو اسلامی امارت او د پنجابستان حکومت هیڅ حق نلری چه خبری وکړی. طالیبانو ته به هیڅ وخت د افغانستان خلک اجازه ورنکړی چه د ډیورنډ په مسله خبری وکړی.
    مونږ تر آټکه پوری خاوره خپله افغانی خاوره ګڼو او دغه خاوره به هم خپلوو، د بلوڅانو، سندیانو، کشمیریانو، ګیلګتیانو او نورو محکومو ورونو ازادی او خپلواکۍ کی به هم بی دریغه مرسته کووو، او د دغه محکومو ورونو سره به په ګډه تاسی د پنجاب څخه بنګلدیش او هندوستان ته شړو. او د پنجابستان یا ستاسو په اصطلاح د پاکستان نوم به د نړی د نقشی څخه ورکوو. انشاالله

  3. که د برلین دیوال هم ورڅخه جوړ شی، او یا لکه د برلین کرښه دواړه خوا ته حکومتونه او ان ټوله نړی کی هم و پیژندلی شی ، خو یو وخت به لکه د جرمن بیدار او هوښیار ولس ، نو لکه څنګه چه د فرصت نه په استفادی یی هغه کانکریټی او رسمی دیوال وران کړ ، داسی به دواړوخوا پښتانه هم لکه د جرمن ولس په شان دا کرښه یو ورځ ورانه کړی ، او دوی به هم په نړی کی یو با افتخاره تاریخ او ژوند ولری . د هم هغی ورځی په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب