دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې ورښتونو د خلکو هیلې وغوړولې

په کندهار کې ورښتونو د خلکو هیلې وغوړولې

تاند(پنجشنبه، د جدي ۱۶مه) د افغانستان په جنوب لوېدیځ، په تېره بیا کندهار کې چې هیڅ ورښتونه پکې نه وو شوي او بېره وه چې سخته وچکالي به یې وځپي، له تېرو دوو ورځو راهیسې پر له پسې بارانونه اوري.

د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې دا اوونۍ به نور ورښت هم وشي.

د تېر دسمبر په ۲۵ د کندهار د چارواکو په غوښتنه خلکو د باران د اورېدو لپاره د استسقا لمونځونه وکړل خو ډېر خلک مایوسه ول.

د کندهار ښار او عینو مېنې اوسېدونکو د وروستیو ورښتونو عکسونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې شریکې کړي دي.

همداراز د لشکرګاه ښاریانو هم د باران په اورېدو خوشالي څرګنده کړې ده.

د افغانستان په نورو برخو کې بیا واوره اورېدلې او خلک یې د راتلونکي کال فصلونو ته خوشبینه کړي دي.

د کال په دې وخت کې د واورو اورېدل په دې خاطر مهم دي چې هوا سړه ده او ژر نه ویلي کېږي او له بلې خوا ډېرې اوبه مځکه جذبوي.

په وروستیو کلونو کې څو ځلې داسې شوي چې د کال په دې وخت کې ورښت نه دی شوی خو په حوت/ کب میاشت کې واورې اورېدلي او وريسې چې هوا توده شوې، واورې په سیلونو بدل شوي دي.

تېر کال د افغانستان په یو شمېر سیمو کې لږ ورښتونه شوي وو او له همدې کبله وچکالي وه.

سره له دې چې د وروستیو ورځو ورښتونو خوشبیني ډېره کړې خو لا وختي دی چې د وچکالۍ د ختمېدو په اړه په ډاډ څه وویل شي.

د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې اټکل کوي چې نن / پنجشنبه او سبا جمعه به په کندهار کې باران دوام وکړي، د تودوښې لوړه درجه به یې د سانتي ګراد په حساب نن ۱۳ ا سبا ۱۰ وي.

د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې اټکل کوي چې نن / پنجشنبه او سبا جمعه به په کندهار کې باران دوام وکړي، د تودوښې لوړه درجه به یې د سانتي ګراد په حساب نن ۱۳ ا سبا ۱۰ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب