دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+له افغانستانه سیمې او اروپا ته خطر

له افغانستانه سیمې او اروپا ته خطر

 شفیق الله مشال

په افغانستان کې د جګړو له امله څلوېښت کلن ناورین نه یوازې د افغانستان لپاره یو لوی ګواښ دی بلکې د سیمې او نړۍ لپاره یو لوی خطر دی، چې لوی زیان به یې افغانستان، سیمې او اروپا ته متوجې وي.
په افغانستان کې دوامداره جګړو د دغه هېواد اقتصاد له منځه وړی او په نشت حسابیږي، او د دغه هېواد وګړو لوی شمېر یې په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

دومداره جګړو اقتصادي ستونزو او په هېواد کې د مناسب ژوند نه درلودل هغه څه دي چې افغانستان، سیمه اروپا، او نړۍ د ستونزو سره مخامخ کولی شي.

د اګسټ په ۱۵ مه پر افغانستان کې طالبان د دویمي ځل لپاره واکمن کیږي، چې په هېواد کې نسبي امنیت ورسره تامین شوی.

خو د طالبانو واک ته په رسیدو سره د بې کارۍ او غربت کچه مخ په پورته کیدو روانه او زیات شمېر افغانان اوس په غربت کې ژوند کوي.

امنیت نه یوازې د جنګ او جګړو نه شتون دی، بلکې امنیت هوسا او ارامه ژوند د بېوزلۍ له منځه وړل او کاري فرصتونو برابرول او په خپل هېواد کې د ازاد ژوند کول هم یو نه یو ډول امنیت دی.

د طالبانو واک ته په رسیدو سره د افغانسان زیرمو کنګل کېدل، او په نړیواله سطحه د افغانستان انزوا کېدل هغه څه دي چې په افغانستان کې بېوزلي مخ په پورته کېدو روانه ده.

چې دا بېوزلي د دغه سبب شوي چې افغانان خپل هېواد پریږدي، او په قچاقي لارو باندې د سیمې او اروپا هېوادونو ته په غیرې قانوني لارو مخه کړي، تر څو خپل هېواد پریږدي، په قچاقي لارو ځانونه نورو هېوادونو ته ورسوي.

په غیرې قانوني لارو د خلکو تګ نه یوازې د تلوونکو لپاره خطر دی؛ بلکې هغه هېوادونه چې خلک په قچاق باندې ورځي یو ستره ستونزه ده چې هلته د هغه هېواد قانون تر پښو لاندې کیږی، او د جرمي کړنو ګراف هم مخ په بره ورسره ځي.

د نشه یې توکو. او نورو غیر قانون توکو قچاق هغه څه دي چې د هغه هېواد وګړي او حکومتونه ورسره په ستونزو کې ښکېل کیږي، او نا ارامه کیږي.

او همدارنګه د افغانستان لپاره تر ټولو ستر ګواښ د ځوان قشر له منځه تلل دي.

ځوانان د هرې ټولنې لپاره ستر حیاتي ارزښت لري، کله چې د افغانستان څخه ځوانان تېښته کوي، او ځوانان خپله ځوانه انرژي په نورو ایوادونو کې په مصرف رسوي، دغه د افغانستان لپاره تر ټولو ستر زیان دی، چې هېڅ جبران کېدای نشي.

د دغه ستونزو د له منځه وړلو لپاره نه یوازې افغانستان حکومت بلکې هغه دولتونه چې دوي ته له افغانستان څخه خطر ورته موجود دی، باید ټول لاس په کار شي ترڅو دغه مشترکه ستونزو په ګډه سره حل کړو.

د دغه ستونزو د له منځه وړلو لپاره باید نړیوال خپل ناوړه هدفونه چې په دغه هېواد کې یې لري، شنډ کړي.
او پر ځای په افغانستان کې پر مهمو کارونو پانګونه وکړي ترڅو د افغانانو او نړیوالو لپاره د هوسا ژوند سبب وګرځي.

او باید په افغانستان کې د خلکو او دغه هېواد وګړو لپاره کاري فرصتونه برابر شي؛ تر څو د مهاجرت او په غیرې قانوني لارو د تګ مخه ونیول شي.

او اقتصادي ستونزې د ټولو ستونزو د ملا تیر ګنل کیږي، نو باید د افغانستان حکومت د ښه اقتصاد لپاره نه ستړي کیدونکي هڅې وکړي، او د هېواد له ټولو اقتصادي زیرمو څخه ګټه واخلي، ترڅو یو اړخ ته ښه اقتصاد مو لرلی وي، او بل لوري ته مو هېوادولو ته د کار زمینه برابره وي.

که په افغانستان کې د ځوانانو او د هېواد هر قشر لپاره د کار، زده کړو او د ژوند کولو فرصتونه برابر شي ورسره به د مهاجرت او په قچاقي لارو باندې به د خلکو د تګ مخنیوی به شوی وي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب