Homeخبرونهتوپان او سختې واورې، د سالنګونو لویه لاره یې تړلې

توپان او سختې واورې، د سالنګونو لویه لاره یې تړلې

تاند: ( چارشنبه، د‌ جدي پینځلسمه) د هېواد د شمالي سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې ويلي، چې د سختو توپانونو او واورې له کبله د سالنګونو لویه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د يادې ادارې مشر عبيدالله عبيد وويل، چې ياده لاره د ترافيکي پېښو د رامنځته کيدو له وېرې تړل شوې ده.

هغه زياتوي، چې په سالنګونو کې تر یو متر پورې واوره وریدلې او لا هم وريږي.

د سالنګونو د ساتنې لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوي دغه مقام زیاته کړې، چې په واورو کې د احتمالي ايسارو کسانو د ژغورنې لپاره يې کارکوونکي لاس په کار شوي دي.

هغه تر دې دمه د واورو له کبله په سالنګونو کې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړی.

د افغانستان په يو شمېر مرکزي، جنوبي او نورو ولايتونو کې هم چې غره ییز دي او مواصلاتي ستونزې لري، د وروستيو ورښتونو له امله د لويو لارو د بندېدو خبر ورکړل شوی دی.

په وروستيو ورښتونو او سېلابونو کې د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي، خو ارقام یې تر اوسه نه دي دقيق شوي.

د طالبانو سرپرستې کابینې تېره اونۍ د رييس الوزرا د لومړي مرستيال ملا برادر په مشرۍ يو کميسيون وټاکه، چې د طبيعي پېښو زیانمنو ته رسیدګي وکړي.

دغه کميسيون تر اوسه د خپلو فعاليتونو او زيانمنو سره د مرستو جزییات نه دي خپاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...