دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحکمتيار: افغانستان انټرنشنل ټلويزيون په افغانستان کې تفرقې ته لمن وهي

حکمتيار: افغانستان انټرنشنل ټلويزيون په افغانستان کې تفرقې ته لمن وهي

تاند: ( چارشنبه، د‌ جدي پینځلسمه) د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پر افغانستان انټرنشنل ټلويزيون تور پورې کوي، چې د بهرنیانو په پيسو او اجنډا په افغانستان کې قومي تفرقې او نورو ناندريو ته لمن وهي.

حکمتيار په مشخص ډول نه دي ويلي، چې افغانستان انټرنشنل ټلويزيون په دې برخه کې څه کړي دي؟

نوموړي په افغانستان کې د فعالو خصوصي ټلویزنونو په اړه ويلي، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې يې نشرات ښه شوي او اسلامي ارزښتونه يې مراعتول، خو په وینا یې له څه مودې اصلاح وروسته يې تر پخوا لا ډېر غیر اسلامي نشراتو ته مخه کړې ده.

حکمتيار په دې برخه کې د ځينو خصوصي ټلویزنونو د بهرنيو ژباړلو سريالونو يادونه کړې، خو نه يې دي ويلي، چې له دغو سریالونو څخه يې ده کوم لیدلي او غیر اسلامي ټکي يې پکې موندلي؟

افغانستان انټرنشنل ټلويزيون د حکمتيار څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. سلام
    بیلکل ! دانش او پوهه تفرقه او لاسوهنه نه منی خو له بده مرغه استعمار کرار نه کینی.
    داسمه ده چې تکنالوژی په معاصره ڼړۍ کې ډېر پر مختګ کړی نه یوازې په پر مختللو هېوادونو کې بلکې په بې وزله هېوادونو کې هم ګټورې برخې لری. حو دتکنالوژی په څنګ کې ملی او اسلامی ارزښتونه، اخلاق، ادب او انسانی معیارونه هم داهمیت وړ دی . له بلې خوا په نړۍ کې رسنۍ یا مېډیا په یوه ستره ستونزه بدله شوې ده ځکه چې پیسو او مادی برخو یی په مجازی توګه کیفیت کته راوستی او دانسان معنوی شخصیت ته په اجتماعی برخورد کې صدمه رسو ی دا برخه په اوچته سویه څېړل شوی.
    بله خبره داده چې هره ټولنه خبل عرف او عادات لری ، فرهنګ او هویت لری ،اسلام رسالت او مسولیت لری. بنا بران تلویزیون چې دسمعی اوبصری لیدلوری یو ه وسیله ده اودټولنې په وړاندې دیوه عنصر په بنه راڅرګندیږی.هره طبقه او کتله ،زوړ او خوان ور ته ګوری. زه فکر کوم دتلوزیوین مجری، پروګرام، محتویات او وخت ډېر مهم اواساسی دی.تلویزیون باید له کاپی،پېښېې او تقلید، او ډنډورو څخه عاری وی. موږ یوغنی اسلامی فرهنګ لرو نه دهالیوود او نه دبالیوود او نه لاس وهنو او تفرقو ته ضرورت لرو ! له بده مرغه موږ اصلا د تلویزیون لباره کوم نهاد او پوهنیزه جهان بینی نه لرو. له تلوزیون دېر مهم روښا نه تعلیمی،تربیوی، فنی اوتخنیکی او ملی مسایل خلکوته رسول کېدای شی . تلویژن باید له فساد څخه وساتل شی. زه یو لړ پروګرامونه وینم چې مطلقا زموږ د عقایدو خلاف دی.

  2. دوې خبرې:

    لومړی: په هېواد کې چې څومره نفرتونه او کرکې تا جناب اچولې بل هېچا نه اچولې او نه یې هم اچولی شي.
    دویم: د هېواد د ننه رسنۍ به کنټرول کړئ اما بیرون مېشتې رسنۍ نه شئ کنترولوی.

  3. زه ډاډه او مطمئن یم چی حکمتیار پدې نه پوهیږی یا خبر نه دئ چی ” افغانستان انټرنِشنل تلویزیون ” د چا لخوا تمویلیږی او له کومه ځایه خپریږی که نه دا خبره ئې نه کوله چی مثلاً د افغانستان انټرنیشنل تلویزیون د پردیو په پیسو د ملی تفرقې په پار خپروَنی کوی.
    په هره توګه
    ” افغانستان انټرنیشنل تلویزیون ” د طالب د حاکمیت په دریمه ورځ د سعودی د مزدور او خبیث رژیم په مالی مرسته او د افغانی مجریانو په اجراء په لندن کی فعّال سو او فعالیت ئې معمولاً د طالب پر ضد ؤ او دئ.
    سعودی د نړیوال صهیونیزم یوه پخه پایګاه او د تروریزم ( خصوصاً داعشی – سلفی تروریزم ) د ترویج او تعمیم د پلیدی پروژې د اجراء په موخه د فکری – عقیدتی – مالی چارج یو مطئن سنګر دئ.
    د تېر حکومت په سیوری کی د طالب پر ضد د تبلیغاتی پروژی په مرکز کی اکثراً وهابی مُلایان استخدام وه او د طالب په ضد او حکومت په طرفداری ئې فعالیت درلود چی د طالب په راتګ دا مرکزونه محو او نابود او وهابی مُلایان له صحنې محو سوه نو ځکه ” افغانستان انټرنیشنل تلویزیون ” د خپلی ماتی د جبران په موخه فعّال سویدئ البته د عام وولس له غمه خو هسی هم نه غرب او نه عرب او نه هم طالب او پنجاب انساندوستانه انګېزې نلری.
    بله خبره دا ده چی:
    د ” لمر ” او ” طلوع ” د تلویزیون تمویل کوونکی هم زموږ د جغرافیا بهر اوسی او تر ډیره پوری ئې د طالب د رژیم د سلیقې خلاف خپروَنو ته ادامه ورکړېده او طالب پر یادو دوو تلویزیونونو د بشپړ کنټرول توان نلری که څه هم د خپروَنو په شکل او محتوا کی ئې د مخکی په پرتله تغییر تر سترګو کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب