دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د واک انحصار، بې مسووليتي او د ملا حسن وينا...

ولسمشر غني: د واک انحصار، بې مسووليتي او د ملا حسن وينا بوږنونکي دي

تاند: ( چار شنبه، د‌ جدي پینځلسمه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د حکومتولۍ او تګلارو په اړه په خپله وروستۍ مرکه کې بحث او څرګندونې کړي دي.

ولسمشر غني ویلي: له بده مرغه حالات ښه نه ښکاري. مخکې له دې چې د تغیر شاهدان واوسو، دوی باید لومړی پدې خبره پوه شي چې د دوی په اصطلاح بریا قیمت څه شی دی؟ دوی هېڅ مسؤلیت نه دی اخیستی. د بېلګې په ډول د ارغنداب درې پېښو ته وګورئ، سپین بولدک او نورو ځایونو کې د دوی وینې تویولو او د قتال کچې ته وګورئ.

ولسمشر غني زياتوي، چې طالبانو د قدرت مطلق انحصار ته مخه کړې، پرته له دې چې فکر وکړي چې دوی هغه مهارتونه نه لري چې هر څه وچلوي‌.

د ولسمشر غني په خبره، تر ټولو بوږنونکې د ملا حسن وینا، هغه هم صوتي وه، چې پکې ویلي یې دي چې دوی د اوسني بشري بحران، اقتصادي سقوط او خلکو د وتلو او مهاجرت مسؤلیت نه لري.‌

نوموړی زياتوي، په زرګونو افغانانو طالبانو څخه د تېښتې په موخه مهاجرت ته مخه کړې.

ولسمشر غني پوښتنه کوي، چې د کابل په هوایي ډګر کې ګډوډي ولې جوړه شوه؟ ولې ۲۰۰،۰۰۰ افغانان ووتل؟

د هغه په باور، که چېرې دوی په دې باوري‌ شوي و چې حالاتو تغیر کړی، افغانستان کې پاتې کېدل.

ښاغلی غني له طالبانو غواړي، چې باید د افغانستان تنوع ته درناوی ولري. دوی باید دا خبره ومني چې افغانستان په تېرو ۲۰ کلونو کې بدل شوی، دوی د بیان او نظر د اظهار آزادۍ حق ولري او دا هم ډېره مهمه ده چې غرب پر افغانانو د جنګسالارانو یوه ډله تحمیل نه کړي.‌

طالبانو د ولسمشر غني دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د رییس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر د ولسمشر غني هغه برخه خبرې رد کړي چې ګواکې د طالبانو لخوا ژوند ته یې د خطر له امله افغانستان پریښود.

ملا برادر د نوموړي نورو څرګندونو ته ځواب نه دی ورکړی.

2 COMMENTS

  1. لوی قدرتونه لکه پخوا شوروی ( اوسنی روسیه ) ، امریکا او چین خپل غلامان کله په ځمکه غورځوی او کله ئی پورته کوی اما ددی قدرتونو له خوا بیا هم نازولی ساتل کیږی او کرزۍ سره د نورو امریکا ته پوره اعتبار او مهموالۍ لری او هیڅکله باید د ډالرو او چوکیو غلامانو ددوی امریکا تنقیدونو باندی ځانونه خطا ونه باسی دا یوازی د فریبی انتقادونه دی!
    که دوکتور اشرف غنی واقعآ ملی شخصیت وای نو د ملت په زیان به ئی هیڅکله د معاملو څخه کار نه اخیسته او که واقعی د دونیا دوهم متفکر وای نو دده شاوخواته به ئی ټول فسادګر او قاتلان ملی محاکمو ته سپارلی وای او که صادق افغان وای نو داسی ډرامائی تیښته به ئی نه وای کړی بلکه ښودلی به وای چی د افغان ملت نجات لپاره د هر ډول قربانی ته تیار یم اما افسوس د نوموړی د بادار په امر میدان وحشی پنجابی پاکستان طالبانو ته مفت پریښود!!!!! دده دا اوسنی بابولانی چی هغه نامرد په کابل کښی که پاتی شوۍ وای نو کابل کښی به د وینو دریاب جوړ شوۍ وای اما نوموړی دروغجن ( دروغجن حافظه نلری ) دده او د کرزی دوره کښی لیدل چی افغان ملت د تباهی سره مخامخ دی او ترلیونو ډالره ددوی په مینځ کښی سره وویشل شول او افغان ملت ورځ په ورځ د لوږی سره مخامخ کیدل اما د افغان ملت تباهی دداسی چټلو لپاره بی تفاوته وه او دی !!!!
    اوس که ددوی غلیس پلویان هر څومره د امریکا غلامانو باندی تنقیدونه هم ونیسی دا کوم ځای نه نیسی او دداسی مرتجعو اشخاصو تنقیدونو باندی اعتبار کول ستره تیر وتنه دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب