دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+وایرس څه شی دی؟

وایرس څه شی دی؟

د کورونا وایرس له نوم سره نن سبا هغه څوک چې تر دې وړاندې د وایرس یا ویروس له نامه سره بلد نه و، ډېر بلد شوي دي. وایرس له لاتیني کلمې (Venome) څخه اخيستل شوی دی چې د (زهرو) معنا لري.
وایرس له ژوندۍ حجرې څخه دباندې غیر فعاله وي او د ژوند ټولې نښې نه لري او کله چې یوې ژوندۍ حجرې ته داخل شي؛ نو فعالېږي. دا ځکه چې وایرس یا DNA لري او یا RNA او د یو ژوي یا ژوندي موجود لپاره دا دواړه اړین دي او باید په خپله حجره کې دواړه ولري. نو په همدې خاطر ساینسپوهانو وایرس د ژوندیو او غیر ژوندیو موجوداتو ترمنځ طبقه بندي کړی دی.
پر ژویو (ژوندیو موجوداتو) د ویروس اغېز
وایرسونه ټول ژوندي موجودات اغیزمن کوي لکه: په انسان کې مختلفې ناروغۍ ګوزڼ، شری، کوی (چیچک) او ایډز رامنځته کوي. په نباتاتو کې هم د ناروغیو سبب کېږي، لکه د رومي په پاڼو کې د موزیک په نامه ناروغي رامنځته کوي. وایرس باکتریا هم اغیزمنه کوي. لومړی باکتریا فاژ ویروس په باکتریا حمله کوي او وروسته خپل DNA باکتریا ته پېچکاري کوي. د ویروس DNA د بکتریا په داخل کې خپل ځان کاپي کوي او په اخر کې بکتریا چوي او نوی تولید شوی ویروس بېرون ته راځي. اصلا دا ویروس د بکتریا RNA څخه استفاده کوي.

1 COMMENT

  1. مننه شه معلومات وه، خیر اوسی
    زما پوښتنه داده چه غیر د واکسین یا وقایی څخه تر اوسه په نړی کی د وایرس لپاره معالیجه یا دوایی راوتلی ده او که نه. مثلآ د زکام یا ریزش د وایرس کوم تابلیت، پیچکاری، شربت او یا نوره کومه دوایی شته چه دغه وایرس په بشپړ ډول ختم کړی.
    که په دغه برخه کی مو معلومات راکړه ډیره مهربانی به مو وی.
    په احترام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب