دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونههند: افغانستان نه د نيشه يي توکيو د قاچاق خطر را ته...

هند: افغانستان نه د نيشه يي توکيو د قاچاق خطر را ته دوه چنده شوی

تاند: ( چار شنبه، د‌ جدي پینځلسمه) د هندوستان د نيشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې ادارې رييس ايس.اين پرادان وايي، چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته د نيشه يي توکيو د قاچاق خطر دوه چنده شوی دی.

د هغه په وينا دغه خطر د طالبانو د واکمنۍ او په افغانستان کې د اقتصادي او اجتماعي وضعيت له خرابيدو سره جدي شوی.

هغه غوښتنه کړې، چې د دې خطر د کمولو لپاره باید ټول لوري همکاري سره وکړي.

له افغانستان څخه د نيشه يي توکيو د کر او قاچاق زیاتیدو په اړه د سیمې ګڼ نور هېوادونه هم انديښمن دي.

ویل کیږي، چې دافغانستان په ډېرو سيمو کې د طالبانو په واکمنیدو سره د نيشه يي توکيو کښت زیات شوی او خپله طالبان هم پکې لاس لري.

د ملګرو ملتونو او ګڼو نورو مراجعو په حواله، طالبانو د افغانستان د جمهوري نظام خلاف د جګړې پر مهال د خپلو لګښتونو او عوايدو يوه لويه برخه د نيشه يي توکيو له قاچاق څخه ترلاسه کوله.

دوی د هندوستان او يو شمېر نورو سیمه ییزو هېوادونو د دغو انديښنو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب