دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په مختلفو پېښو کې ۵ تنه وژل شوي

د افغانستان په مختلفو پېښو کې ۵ تنه وژل شوي

تاند: ( چار شنبه، د‌ جدي پینځلسمه) د افغانستان له مختلفو سيمو څخه په راپورونو کې ويل شوي، چې د څو پېښو له کبله لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي دي.

د تخار له بهارک ولسوالۍ څخه ويل شوي، چې د ډبرو سکرو ګازو له کبله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او یو بل کس مسموم شوی دی.

څايي سرچینو وویل، دې پېښه کې د کور د خاوند مور، مېرمن او یوې ماشومې نجلې ژوند له لاسه ورکړی او په خپله مسموم شوی دی.

د سرچینو په خبره، مسموم شوی کس روغتون ته وړل شوی او اوسمهال تر درمنلې لاندې دی.

په کندوز ښار کې بيا وسله‌والو غلو محمدزبیر امیري د‌پيسو لپاره یې په خپلې هټۍ کې پر مرمیو ویشتلی او وژلی یې دی.

کندوز کې ځايي چارواکو تراوسه په دې تړاو څه ویلي نه دی.

محمد زبیر امیري سږکال له دولسم ټولګي فارغ شوی و او پوهنتون ته یې د تګ تیاری نیوه.

د‌غور له دولت یار ولسوالۍ څخه په یوه راپور کې راغلي، چې يوه کس د خرګوش د ښکار په موخه ډز کړی، خو سهوآ یې یو بل کس ويشتی او وژلی دی.

ويل کېږي، چې قاتل له سیمې نه دی تښتیدلی او طالبانو نیولی دی.

د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د طبيعي پېښو له کبله هم د مرګ ژوبلې خبرونه ډېر ورکړل شوي، خو جزییات یې لا ډېر دقیق شوي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب