تاند: ( چارشنبه، د جدي پینځلسمه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ډیورنډ کرښې په ځینو برخو کې په دغو وروستیو کې پېښې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهاړ بلخي وايي، چې دوی د تفاهم، خبرو اترو او ښه ګاونډيتوب له لارې د ستونزو پر اواري باور لري.
د هغه په وينا، د دغو پېښو په اړه به له پاکستان سره له ديپلوماتيکو لارو خبرې وکړي.
په وروستيو څو ځله د افغانستان له مختلفو سيمو د طالبانو له خوا پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار د شلولو خبر ورکړل شوی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون ژمنه وکړه چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره به له افغانستان سره په «پوله» کې د ازغن دېوال جوړولو ته دوام ورکړي.
هغه په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستان له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي چې د ازغن دېوال د تېرولو پر سر د دوو خواوو ترمنځ نه پوهاوی له دیپلوماتیکې لارې حل کړي.
د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح بيا ويلي، چې د پاکستان او طالبانو دغه ناندرۍ نمایشي او غولوونکی دي، څو په افغانستان کې د پاکستان د لاسپوڅې ادارې په اړه عامه ذهنیت غلط او وغولوي.
د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې او مشهورې سياستوالې مېرمن بشرا ګوهر ټی
ويلي، پاکستان پر طالب ترهګرو ستراتيژيکه پانګونه کړې او طالبان د پاکستان وفادار نيابتي جنګيالي دي.
د هغې په خبره، طالبان د پاکستان له اجازې او امر پرته د ډيورنډ کرښې اغزن تار ته لاس هم نه شي ور وړلی.
مېرمن ګوهر باور لري چې د دغه اغزن تار په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ جعلي او پلان شوې ناندرۍ په دې موخه پيل شوي څو طالبانو ته چې د مېرمن ګوهر په خبره يوه ترهګره ډله ده، ملي باور او اعتماد پیدا کړي.