دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی: د امريکا د سفير معاون سره مې يو نيم ساعت...

عباس ستانکزی: د امريکا د سفير معاون سره مې يو نيم ساعت مجلس وکړ

تاند: ( چار شنبه، د‌ جدي پینځلسمه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزی وايي، چې څو ورځې مخکې يې د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو د سفير له مرستيال سره يو نيم ساعت دوه کسيز مجلس کړی دی.

ستانکزي په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل، چې د امريکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو سره د تعامل او د دوی د حکومت د په رسميت پېژندلو په اړه په خبرو سره بوخت دي.

هغه ټينګار وکړ، چې ډېر هېوادونه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته چمتو دي، خو د امريکا متحده ايالاتو او ملګرو ملتونو امنیت شورا سخت مخالفت یې د په رسميت پېژندلو پر وړاندې لویې ننګونې دي.

په بوه بله تازه وينا کې بيا عباس ستانکزي پر امريکا او ناټو تور پورې کړی، چې د طالبانو خلاف یې تبلیغاتي جنګ پیل کړی.

نوموړي څه موده مخکې ویلي وو: امريکا به ژر انشالله په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي.

ستانکزي په ځلونو له امریکا څخه غوښتي، چې افغانستان ته د غير پوځي موخو او دوی سره د تعامل لپاره راوګرځي، خو امريکا ټینګار کوي چې طالبان باید نړۍ سره کړې وعدې پوره او په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو تر څنګ له ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو پرېکول او د افغان ښځو او اتباعو د اساسي او بشري حقونو رعايتول تضمين کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب