یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د تیرو نیمګړتیاو با وجود، ایا په ملي اجندا توافق کیدلې شي...

د تیرو نیمګړتیاو با وجود، ایا په ملي اجندا توافق کیدلې شي که نه؟

د شاه محمود میاخیل لیکنه
په لومړي سر کې په مختصره یا اجمالي توګه د تیرو څو لسیزو د نیمګړتیاو او اشتباو یادونه اړینه بولم ځکه که ټولې خواوې خپلو نیمګړتیاو او اشتباو ته متوجه نشي او هغه ونه مني، نو په ملي اجندا هم توافق نشي کیدلې.
د افعانستان سیاسیونو، په نامه نخبه ګانو، مدنیانو، دولتي لوړ پوړو چارواکو، علماو او ملایانو او نوروقشرونو چې څه غوښتل، هغه خدای دوی ته په کراتو ورکړل او دوی هم په کراتو ناشکري وکړه او هر څه ترې بیرته خدای واخستل. نن أفغانستان او افغانان دومره بدبخته دي چې نه یې په هیواد کې دننه څوک په رسمیت پيژني او نه بهر افغانانو ته څه حیثیت پاتې دی. دوی د دې نه هم زیات د سزا لایق دي ځکه د دوی اعمال او کړنو همدا ایجابول چې داسې حالت په دوی راشي خو متاسفانه عام افغانان په دغه حالت کې سوځي.
 که تیر ۴۳ کلن لنډ تاریخ ته نظر واچوو، خلقیانو او پرچمیانو چې قدرت ونیوه، اول دوی په خپلو منځو کې سره ووهل چې هم یې ځان او هم یې پخوانې شوروي اتحاد ناکامه کړ. هغوي هم مسلسل فرمانونه صادرول او د پرولتاریا دیکتاتوری په نوم یې هر سیاسي مخالف شکنجه اوبې له محکمې واژه. که د دوی نه حکومتولي خرابه شوې نه وې، د أفغانستان عیني او ذهني شرایط یې په نظر کې نیولې وې، او په خپلو منځو کې یې سره نه وې وهلي نوتاسي باور وکړې چې نه دومره کسان پاکستان ته مهاجر کیدل، نه پاکستان په افغانستان کې مداخله کولې شولې او نه مذهبي افراطي ډلې په افغانستان کې پیدا کیدلې شوي. البته په تاریخي لحاظ، د ثور د کودتاه نه مخه رژیمونه هم مسووله و چې هغه جلا بحث دی.
مجاهدینو هم خدای ووهل چې په خپلو کې سره اختلاف درلود او هر یو د پاکستان مقاماتو(استخباراتو) ته ځان ډیر نږدې کاوه چې زیات ورته ځانونه وفاداره وښایي. کله چې قدرت یې ونیوه، بیایې سره ووهل او کابل او افغانستان یې کنډواله او کباړیانو د افغانستان هر څه په پاکستان خرڅ کړل. دوی بیا خدای دومره ذلیله کړل چې طالبان راغلل او هر یو د پاټکیانو په نوم یې وشرمول، نورو ملکونوته وتښتیدل او د هیواد نه بهر یې د ذلالت شپې او ورځې تیرولې.
هغه وخت کې طالبانو هم د جنرال بابر او کرنیل امام د قوماندې لاندې قدرت ونیوه. په عوض د دې چې دخدای شکر یې ادا کړې وې چې د وظیفو نه خلاص او قدرت یې ونیوه خو په عوض یې د خپلو خلکوپه توهینولو لاس پورې کړ. پنځه کاله دوی د نارینوو په ګیره او تخرګونو لټولو او د ښځو د کوڅیو په کلوله او نه کلوله کولو، محرم درلودلو او نه درلودلو او د ښونځیو او تعلیم په بندولو تیر کړ. د افغانستان نه لوی زندان جوړ و. د دنیا ترورستان د پاکستان د ګټو لپاره په أفغانستان کې روزل کیدل. د القاعده نه نیولې د لشکر طیبه او نورو ترورستي ډلو د ټریننګ مرکزونه په أفغانستان کې و. طالبانو د افغانستان خلکو او خپل وطن ته سپک نظر وکړ چې بیا د B-52 په زور مات شول، وشرمیدل او بیا یې پاکستان لمنې ته پناه یوړه. پاکستان کې وشرمول شول، په لاسونو کې ورته هتکړې واچول شولې، ووژل شول، بندیان شول اوامریکایانو ته په لاس ورکړل شول.
د طالبانو نه وروسته پخواني کباړیان او د غربي او نورو هیوادونو نه ډیر افغانان بیرته هیواد ته ستانه شول. دوی باید د خدای شکر ادا او په اخلاص سره د وطن د ابادي لپاره کار کړې وې چې د پردیو د ملکونو د سختیو او توهینولونه خلاص او د هویت د بحران نه ووتل. متاسفانه دوی بیا هر څه هیر کړل او بیا یې هماغه زړې لوبې په نوې قالب کې پیل کړې. دا ځل یې د غرب او نورو ملکونو نه ټول بد شیان هم د ځان سره افعانستان ته یوړل او د افغانستان یو مهم فرصت یې بیا د ناکامې سره مخامخ کړ. هم یې افغانستان او هم یې دنیا د امریکا په شمول ناکامه کړه. تر اوسه پورې خدای دوی د تیر ځل نه هم د زیات توهین او شرمیدلو سره مخامخ کړیدي او د دې نه هم زیات لایق د سزا دي ځکه د تیرې دورې د ناکامې نه یې عبرت نه و، اخستلې. اکثرو په نظام کې دننه او د نظام نه بهر کوښښ کاوه چې نظام چپه کړي. د حکومت د اجازې نه په غیر به پاکستان ته سفرونه کول او د پاکستان سفیر او استازي به یې خپلو کورونو ته دعوت کاوه، تحفې به یې ورکولې او په اوږو به یې ورته چپنې اچولې. ډیرو نه افغانیت مانه، نه اسلامیت او نه انسانیت. نظام چپه شو خو تر اوسه لا هم د دوی عقل سرته نه دی راغلې او لاپې شاپې وهي.
د دوې نه وروسته، دا دی والبعث بعدالموت، طالبان بیا راژوندي شول. په تیرو پنځو میاشتو کې دوی وښودله چې دوی د تیرو ناکامیو او په پاکستان کې د ذلیله ژوند نه عبرت نه دی اخستلې او د تیر ځل نه هم زیات پاکستان ته وفاداره او د هغوي د ګټو لپاره د خپل هیواد د ورانولو او د ولس د ځپلو پروژې پرمخ وړي. کله په ولس ریشخند وهي چې خدای ته بغارې وکړې او بل یې وایې چې د شهدو، شیدو، مستو اوشړومبو نلکې به د هر چا کور ته تیروي. نه یې مشر ملا ښکاري او نه یې وزیر الوزا خلکو ته اطمینان ورکوي چې په کومه خوا روان دي. دوی ته دا ولس احمقان ښکاري او فکر کوي چې د دوی دا خبرې به مني. دوی که همداسې روان وي، انشاالله خدای به دوی هم دا ځل دومره ذلیله کړي چې بیا به په نوم ملا په کلي کې څوک پرې نه ږدي. د وچو له کبله به لانده هم وسوځیږي.  د دوی د لاسه به ښه ملا او عالم ته هم څوک احترام نه کړي.
د دې تاریخې شالید نه وروسته راځم اصلي موضوع ته. په حقیقت کې که پورته لنډ تاریخ ته نظر واچوو،ټولې دورې ناکامې وې او ټول قواعد د جنګ بهرني استخباراتو تعینول. افغانان د دغه نیابتي جګړوخاشاک او قرباني و او دي. د دومره ناخوالو او قربانیو سره بیا هم د افغانانو عقل سرته نه دی راغلې.
یوه ډله فاشستان کوښښ کوی چې ځینې په وطن مین کسان راټیټ او بې اعتباره کړي. دا ډله فاشستان د خپل قوم فاسد او فاشست نه ګوري خو د بل قوم، هر څوک فاسد او فاشست معرفي کوي. دا ډله فاشستان کله د هیواد د تجزې خبرې کوي او کله تخریب کوونکې څرګندونې کوي چې  د نورو قومونو حساسیتونه را وپاروي.
زما په اند، د دې خبیثو حلقو په مقابل کې کلکه مبارزه پکار ده.  پښتنانه په کل کې د دې جرئت لري چې د خپل قوم فاشست ته فاشست او فاسد ته فاسد ووایي. د نورو قومونو پاک او مخلص خلک هم باید دخپل قوم د داسې فاشستو او فاسدو حلقو په مقابل کې ودریږي تر څو ملي وحدت په واقعي توګه خوندي او د افغانستان د موجوده ناخوالو په مقابل کې په شریکه سره مبارزه وشي. فاشست او فساد سرحد او قوم نه پیژني. ګاونډیانو او استخباراتي حلقو د همدې فاشستو اشخاصو په مرسته د افغانانو په منځ کې بې اعتمادي رامنځته کړه او اوس هم دا ډول کسان د استخباراتي حلقولخوا تغذیه کیږي تر څو د افغانانو په منځ کې نفاق ته ببوزی ووهي. په هر قوم کې دا ډول فاشستان او مفسد خلک شته او ټول باید اخلاقي جرئت ولري چې د دوی په مقابل کې ودریږي. یو قوم ته ګوته نیول په حقیقت کې څلور ګوتې خپل ځانته نیول دي. که دا کار ونشي، د افغانانو حال به بهر او هم داخل د افغانستان کې د دې نه هم بدتر شي. متاسفانه په دغه ناخوالو کې به د أفغانستان بیچاره ولس چې هیڅ یې په لاس کې نشته د لا نورو بدبختیو سره مخامخ شي. د زړونو ګټل او جوړول، پیسې او سرمایه نه غواړي، صرف ښه خبره کول غواړي چې افغانان په یوه منل شوي ملي اجندا سره راټول شي.
زما په اند په لاندې مهمو ټکو ملي اجندا د سولې او ثبات لپاره رامنځته کیدلې شي.
1. ټول ومني چې افغانستان باید یو واحد ملت وي.
2. د افغانستان ملت هویت، افغانیت د ټولو لپاره د قبول وړ وي.
3. که افغانان د طالبانو د سپين بیرغ لاندې نشيراټولیدلې، نو هیڅکله د مقاومت او تنظیمي بیرغونو لاندې سره نشي راټولیدلې. ملي بیرغ د ټولو افغانانو ملي افتخار دی او باید وساتل شي.
4. د افغانستان ملي یا همه شموله حکومت د ملي پروسې له لارې باید را منځته شي چې هیڅوک د قوم، سمت، مذهب او سیاسي فکر په درلودلو سره نفې نشي. ملي یا همه شموله ډله دې ته نه وایي چې بیا یوازې پخواني ټیکه داران پکې ځای ولري.
5. په أفغانستان کې باید داسې نظام وي چې د هر افغان سر، مال او عزت خوندي وي.
6. د دنیا او نړیوالو سره روابط د متقابل احترام او ملي منافعو په اساس وي. د ملي تصامیمو اهداف او پروسه باید د ملت سره شریکه شي. ملي مسایل باید په پټ ډول تر سره نشي لکه د سولي د خبرو په هکله چې هیچا ولس ته درست معلومات نه ورکول او تر کومه حده چې ماته معلومات شته، حتی د امنیتي ارګانونو مشرانو هم د سولې د خبرو نه معلومات نه درلودل.
7. په افغانستان کې هم د جنوبي افریقا غوندې پروسې ته چې ولس ټولو ته عفوه وکړي اړینه ده ځکه تر څو په یو بل د ټاپو لګول ختم نشي، أفغانستان کې سوله او سمسورتیا ناممکنه ده. د تیرو دورونو مړ او پړ به تاریخ ته پریږدو چې په هر دور څه ډول قضاوت کوي.
8. د مشروع حکومت محاکم باید علني فیصلې وکړي تر څو بیځایه څوک محاکمه او ونه زورل شي.
9. د قدرت انتقال باید هيڅکله د زور له لارې تر سره نشي او د مشروعیت د پروسې لپاره لویه جرګه اړینه ده چې د قانون اساسي له لارې دا پروسه د تیر اساسي قانون د نیمګړتیاو د اصلاحاتو په رڼا کې واضحه وي. طرز د حکومت او صلاحیتونه باید په اساسي قانون کې په ښه ډول چې د أفغانستان ملي منافع ایجابوي، تشریح شي.
10. د قضاییه قوې استقلالیت په راتلونکي نظام کې مهم دی چې د قانون د تفسیر صلاحیت ولري او فیصلې په ازاده، عادلانه او بیطرفانه توګه تر سره کړي.
11. د امنیتي ادارو غیر سیاسي کول د دې پروسې ضمانت کولې شي.
12. د دغه پروسې د عملي کولو لپاره طالبان د ملګرو ملتونو سره په شریکه کار کولې شي.
دا پورته ټکي، زما شخصي نظر دی. کیدې شي نیمګړې وي، ځینو ته د منلو وړ نه وي او شاید یو شمیر کسانو ته عملي ښکاره نشي. ځینې شاید ووایي چې اول دې ټول ټکولي او بیا د دوی نه څنګه د ملي اجنډا د توافق طمعه لري؟ دا دورې ما نه دي ټکولي بلکې تاریخ ټکولي او ثبت کړیدي. تاریخ څوک بدلولې نشي خو تکراریدلې شي.
سوال دا دی چې د تیرو څو لسیزو د نیمګړتیاو با وجود، ایا په ملي اجندا توافق کیدلې شي که نه؟ زما په اند که اخلاص او تحمل وي او خپلو نیمګړتیاوې ټولې خواوې ومني، په پورته اجندا او هم د دې اجندا د غني کولو نه وروسته افغانان سره توافق کولې شي. که افغانان په خپلو کې توافق ونه کړي، بیا هم به د منلو او نه منلو زارې او سوالونه دنیاوالو ته کوي. خیرات خورو او سوالګرو ته په هیڅ وخت کې د نیا په درنه سترګه نه ګوري.
که طالبان او یا د طالبانو سیاسي مخالفین که هر څوک او ډله وي، د راتلونکې لپاره پورته شرایط برابرنه کړي نو افغانستان د موجوده بحران نه ژغورلې نشي. دا چې طالبان اوس په قدرت کې دي که د دغه اجنډا د عملي کیدو ابتکار په لاس کې واخلي نو بیا به تاریخ د دوی په هکله بل قضاوت وکړي. که چیرې طالبان د داسې اجندا زمینه مساعده نه کړي او په خپل اس سپاره وي نوتاسي یقین وکړي چې د راتلونکې متبادل به نه طالبان وي او نه دا اوس په نامه اپوزیسون. یوه بله ډله به رامنځته کیږي او هغه حالت به د اوس حالت نه هم بدتره حالت وي. که افغانان فکر کوي چې دنیا به د دوی مشکل حل کړي او یا دا فکر کوي چې د دنیا سیاست د أفغانستان پورې وتړل شي، دا ممکنه نه ده بلکې أفغانستان باید داسې لارې چارې پیدا کړي چې پخپله د موجوده بحران نه ځانونه وکاږي.
وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ
نوټ:
دا بحث د راتلونکې لپاره د یو مثبت ډیالوګ کړکۍ پرانیزي او که څوک موافق وي نو د خپلو دوستانو سره دې شریکه کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب