یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پياوړتيا...

ولسمشر غني په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پياوړتيا ته انديښمن دی

تاند: ( سې شنبه، د‌ جدي څوارلسمه) ‏د افغانستان بې واکه شوی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پیاوړتیا ته انديښمن دی.

نوموړي د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې وويل: ډېر کلونه ما د غربي استخباراتي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې تروریزم ته د ایکو سیستم په نظر وکتل شي او یو همغږی ستراتیژي باید ایجاد شي تر څو دغې پدیدې سره مبارزه وشي.‌ ما ویل چې د داعش، القاعده او هغه وخت کې طالبانو په څېر پدیدې سره په تکتیکي ډول مبارزه نشي کېدی. د جګړې سنګرونو یو ترکیب د یوې مبارزې ستراتیژي نشي جوړولای. نو باید پدې موضوع تأمل وشي.

ولسمشر غني زياتوي: داعش ځکه مخ په ځواکمنېدو دی چې دوی د طالبانو خپله وسله بېرته په همدوی استعمالوي. داعش د طالبانو شاګردان دي، او د طالبانو څخه یې الهام اخیستی. له بده مرغه یو مکمل نسل پرته له تاوتریخوالي او انتحاري څخه بل څه نه دي زده کړي. ستاسې معلوماتو لپاره یې باید ووایم چې انتحاریان به په بازار کې خرڅېدل.‌

د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر دا هم ويلي: له بده مرغه طالبانو د افغانستان له تاریخه هېڅ زدکړه نه ده کړې. په زوره د قدرت نیول تل په زوره چپه کیږي هم. افغانانو څخه د یو ټولشمولې ملي سولې حق اخیستل د تاوتریخوالي د نوي څپې باعث شوی.

هغه پر طالبانو غږ کړی، چې د سولې لپاره لاس په کار شي.

ښاغلی غني وايي: افغانستان لپاره باید د سولې یو اساسي پلان موجود وي.‌ اوس طالبان واکمنان دي، دوی باید مسؤلیت هم واخلي.

طالبان بيا د داعش ډلې د پیاوړتیا موضوع ردوي او د ټول افغانستان د امن کولو ادعا لري.

ولسمشر غني یې دې خبرې ته په ځواب کې ویلي، چې طالبانو امنيت نه دی راوستی، بلکې جګړه یې درولې او په نوې بڼه یې تاوتريخوالي او د خپلو مخالفانو وژلو ته شدت ورکړی.

2 COMMENTS

  1. عجیبه ده چې غني طالبانو ته وایي، د تاریخ څخه یې زده کړئ. ده پخپله د تاریخ څخه څه زده کړل؟ د چرګ په شانې به یې سورې ووهلې او پایله هېځ. سم ووایه چې ما در وغواړئ چې سم کار درسره وکړم او خپل مفکرتوب درته ثابت کړم. نور نو نصیحتونه مکوه. مننه

  2. دا کوم څه چی د تالبانو د زورواکۍ راپدیخوا په افغانستان کی روان دی هره ورځ د تالبانو او ولس ترمنځ واټن زیاتوی او خلک وینی چی تالب یو معجزه نه ده چی په الهی نصرت چلیږی بلکه د جهالت او بی سوادۍ او نااهلۍ یوه ډله ده چی واک يې په زور نیولی خو ددې اهلیت نه لری چی حکومت ولی وکولی شی.

    همغه کیسه ده چی یو سپی شل کاله په موټر پسی منډی وهلی او بلاخره موټر يی راقابو کړ او ډرایور د سپی له ډاره وتښتیدو او سپی د موټر په استیرنګ کیناست. سپی ډیر خوشحاله شو چی یوه لویه کارنامه يی ترسره کړه خو اوس حیران دی چی موټر جلولی هم نه شی او بل چا ته يی هم نه پریږدی چی د موټر په چلولو پوهیږی.

    له بده مرغه دتالبانو ملاتړی هم د ځمکی په مخ د اخلاقو هغه سپیڅلی سمبولونه او نمونی دی چی انسانان خو پریږده چی حیوانات به هم ددوۍ د لوړو اخلاقو نه امان وغواړی.

    تالبان او ددوۍ ملاتړی خپله د تالبانو لوی دښمنان دی او بل هیڅ دښمن ته ضرورت نه لری.
    خو له بده مرغه د تالبانو دزور واکی هره ورځ افغان ولس ته دبدبختۍ، ناهیلیتوب او تیارو پرته بل څه نه راوړی کوم چی عام ولس ته د زغم او منلو وړ نه دی.

    زه تاسو ته باور درکوم چی د تالبانو دزورواکۍ رانسکوریدل له اولی ورځی شروع شوی او داسی به را نسکورشی چی اینده به ددوۍ د جهالت او وحشت نه افغانان د تل لپاره خلاص شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب