یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د جاپانۍ مؤسسې مشر ناکامورا وسله وال برید کې ووژل...

افغانستان کې د جاپانۍ مؤسسې مشر ناکامورا وسله وال برید کې ووژل شو

راپور: راحت زيارمل

تاند (چهارشنبه، ۱۳ قوس ۱۳۹۸) نن سهار په جلال اباد ښار کې د جاپانۍ موسسې مشر ډاکټر تيتڅو ناکامورا په يوه وسلوال بريد کې هغه مهال ووژل شو، چې نوموړی ښېوې ولسوالۍ ته پر لاره و. په دغه بريد کې د هغه ۴ افغان ساتونکي او يو تن ډرېور هم وژل شوي.

د عيني شاهدانو په وينا لومړی يو کرولا ډوله موټر د دوی له موټر سره ټکر وکړ او بیا ترې وسلوال کسان راښکته او دوی ټول يې تر بريد لاندې راوستل.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، په دې ولایت کې د جاپانۍ مؤسسې مشر تېتسو ناکامورا چې نن سهار په یوه برید کې ټپي شوی و، مړ شوی دی.

ناکامورا پر سینه ښۍ خوا ته ویشتل شوی چې له برید ورسته سم لاسي روغتون ته وړل شوی، خو بګرام ته د لېږدولو پرمهال د جلال اباد هوايي ډګر کې یې سا ورکړه.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز امنيتي چارواکي وايي، په دغه وسلوال بريد کې پنځه افغانان هم وژل شوي.

د ټولنيزو رسنيو کارونکي په يوه غږ د دغه جاپاني ډاکټر د خدماتو يادونه کوي او په جاپانۍ ژبه د جاپان له ولس سره همدردي ښي.

د ننګرهار والي شاه محمو میاخیل ویلي، د ننګرهار یان ټول د ناکامو را پر وژنه خواشیني شوي او د ده د څو کلونو کړنو منندوی دي.

دغه ۷۳ کلن جاپانی ډاکټر له درېو لسيزو راهیسې په افغانستان کې خيريه کارونه کول چې له روغتيايي خدماتو يې کار پیل کړ او په وروستيو دوو لسيزو کې يې د کونړ سیند د مهارولو د هڅو په برکت زرګونه هکټاره ځمکه زرغون او د ژوند و ژواک وړ کړه.

تېتڅو ناکامورا څوک و؟

نوموړی په ۱۹۴۶ کال د جاپان فوکوارا ښار کې زیږېدلی. تر ډاکټرۍ لوستلو وروسته په ۱۹۸۴ کال پاکستان ته لېږدېدلی او د پیس ناروغانو درملنه یې کوله.

دوه کاله وروسته، نوموړی افغانستان ته راغی او دلته یې د ننګرهار یوه لیرې کلي کې خپل لومړنی کلنیک او د جاپان نادولتي مؤسسه PMS پرانیسته.

دغې مؤسسې ۱۰ کلینیکونه لرل چې د پیس ناروغانو ته یې د درملنې اسانتیاوې برابرولې.

داکټر ناکامورا کلیوال ته د ژورو څاګانو ایستلو او اوبو رسولو کې برخه اخیستې ده. ناکامورا په جلال اباد کې په کاکا مراد هم مشهور و.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې مؤسسې مشر ناکامورا ته د هغه د فعالیتونو له کبله د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړ.

یاده مؤسسه له تېرو کابو دیارلسو کلونو راهیسې ننګرهار کې د اوبو د مدیریت او کرنې برخو کې فعالیت لري.

دې مؤسسې په ښېوه، بهسودو او کامه ولسوالیو کې د اوبو بندونه جوړ کړي، چې له برکته یې د سیمې زرګونه جرېبه ځمکه زرغونېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب