یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا برادر: خپل حکومت په پخوانيو مفسدينو نه بدناموو

ملا برادر: خپل حکومت په پخوانيو مفسدينو نه بدناموو

تاند: ( سې شنبه، د‌ جدي څوارلسمه) ‏د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوی له واکمنیدو وروسته په لومړي ځل د افغانستان له ملي ټلويزيون سره مرکه وکړه..

نوموړي په دې مرکه کې وويل، چې د طالبانو مشران په دې هڅه کې دي، چې د هېواد په اقتصادي وضعیت کې ښه‌والی راولي، ځوانانو ته د کار او تحصیلي بورسونو زمینه برابره او خلکو ته د امن په فضاه کې سوکاله او ارامه ژوند لاره هواره کړي.

 ملا برادر د طالبانو پر ضد د مقاومت هڅو ته په اشارې سره وويل: له دویم مقاومت سره چې د امریکا په شمول ۴۵ هېوادونه ملګري وو، ځمکه او اسمان یې په واک کې وو، په افغانستان کې یې ځان ټینګ نه کړ. موږ باوري یو چې په ټول افغانستان کې به د یوه کلي د نیولو توان هم ونه لري.

هغه په ورته وخت کې د جمهوري نظام له پوځي او امنیتي منسوبینو سره د تاوتریخوالي ادعاوې ردکړې او ویې ویل:: د پخواني نظام له افسرانو سره په ښکاره زورزیاتی نه دی شوی، خو که چا په پټه کړی وي هم نیول شوي او په سزا به ورسېږي. موږ د خپل امیرالمؤمنین د حکم په اساس حتا د چا د وهلو اجازه هم نه لرو.

 عبدالغني برادر د قدرت انحصار هم رد کړ او ادعا يې وکړه، چې طالبان یوه ډله نه بلکې یو نظام دی. ټول اقلیت او اکثریت قومونه خپل ځان پکې لیدلای شي.

د هغه په وينا دوی خپل نظام په هغو پخوانیو مفسدو چارواکو نه بدناموي، چې امریکا یې غوښتنه کوي.

‏د طالبانو د رییس‌الوزرا لومړی مرستیال په دې مرکه کې ټينګار وکړ، چې د دوی امیرالؤمنین داسې ټول شموله بښنه کړې وه، چې تر پاچا او ګدا پورې ټول پکې شامل وو او دوې هم عمومي عفوې ته ژمن وو او د هېچا د وژلو پلان یې نه درلود.

د ملا برادر څرګندونو ته تر اوسه د دوی مخالفینو غبرګون نه دی ښودلی.

4 COMMENTS

  1. You need to call or invite the Loya Jirga or go for the election to meet the internal and external legality in the region and in the international community otherwise you will lose your chance again. It’s the last chance for you and your regime or nizam. The time is running quickly and no body will trust you again in the future.

  2. د افغانستان ټول ولس مفسدین نه دی بلکه ډیر پاک او په هیواد مین افغانان شته چی ستاسو نه ډیر اهلیت هم لری او په حکومتی چارو هم ستاسو نه ډیر ښه پوهیږی او دافغانستان د اوسنی ناورین د حل لاری هم پیدا کولی شی.

    د افغانستان عام وګړی په حکومت کی د مفسیدینو د ګډون غوښتنه نه کوی بلکه اهل کار او پاکو خلکو ته په حکومت کی د ګډون د حق ورکولو غوښتنه کوی چی د اوسنی ناورین د حل لاری را پیدا کړی او د افغانستان د ولس رښتینی نماینده ګی وکړی.
    ایا ددې نه نور لوی مفسیدین شته چی د افغانستان د ولس برخلیک دی نا اهلو او جاهلانو ته وسپارل شی. او د مثال په ډول د کویټی د ښار د نانوایانو د اتحادی مشر ته دی د کابل د ښار د ترافیکو ریاست وسپارل شی او داسی نور.

    ستاسو جعلی پاکستانۍ ټاپی چی همیشه مو د خلپو خیرنو واسکټونو په جیبونو کی ساتلی او په افغانانو يی لګوۍ اوس کار نه ورکوی او افغانان دا هر څه ښه پیژنی او له تیرو څو میاشتو را پدیخوا ورته تاسو د نااهلۍ بی شماره لیلګی په لاس ورغلی دی.

    نور یوازی تاسو خپل ځانونه تیرباسۍ او د وحشت په زور د خپلی زورواکۍ او خپل تور جهالت ورځی لنډوۍ.

  3. BRATHERA ZOYA; HASEEY AOTEE BAOTEE MAH WAYAH.
    BEE SEWAD YEE. DE KAGHAZ PER MEKH NAH SHEEY WAYEELAY.

    SON BRADER;
    YOU ARE UNEDUCATED.YOU CAN NOT READ FROM PAPER.
    POWER IS BY HAQANI NET AND BY ISI. YOU WILL AGAIN GO TO GAIL IN PUNJAAB.
    FORMER GOVERNMENT GOT MANY PROJECT IN DIFFERENT AREA.
    DOCTOR GHANI IS ONE OUTSTAND LEADER IN THE LEVEL OF WORLD.
    ZENDAABAAD DOCTOR ASHRAFGHANI

  4. .حضرت مولانا! زندان ،هجرت و جهاد همه آموزندگی دارد و انسان را پخته میسازد.و همه متفقند که تعمیر و اصلاح  نسبت به از نو آباد کردن آسانتر است.دولت اسلامی تنها به طالبان مدرسه حقانیه ساخته نمیشود،دولت اسلامی ضرورت  اشد به متخصصین در همه علوم نافعه دارد،دعوت و اصلاح جز اهم مسؤلیت امرا و علما بوده ،زدن ،کشتن و راندن بی دلیل و سطحی در اسلام جای نداشته و این روش ناکام،منفور و جاهلانه است خُلق آنحضرت صلی الله علیه و سلم قرآن بود ،هر چیز را ،هرکس بنام اسلام نباید بچسپاند فسئلوا  أهل الذکر إن کنتم لا تعلمون. ما منحیث مسلمان  و بالخصوص دولت اسلامی باید افتخار خدمت امت را داشته و معتقد به امیر قوم ،خادم قوم بوده و عملا خود را فرعون قوم نسازیم ،مسؤلیت نهایت ثقیل و ما سخت ناتوانیم،تخریب آسان و تعمیر،اصلاح،خدمت و پیشرفت کار نهایت ثقیل و ظرفیت حکام نهایت قلیل یا نزدیک به صفر و یا حتی(مثل وزیر تحصیلات عالی) زیر صفر، منفی و کشنده علم است

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب