جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهدرېيم ګاونډي سره جګړه، د ط او ترکمنستاني ځواکونو تر منځ نښته...

درېيم ګاونډي سره جګړه، د ط او ترکمنستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې

تاند: ( سې شنبه، د‌ جدي څوارلسمه) د جوزجان ولايت په خم آب ولسوالۍ کې پرون د طالبانو او ترکمنستاني ځواکونو تر منځ وسله واله نښته شوې ده.

په جوزجان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هلال بلخي ویلي، چې دا نښته د ترکمنستاني پوځیانو له لوري د يوه ملکي افغان وګړي د وژلو او یوه بل د ټپي کولو په غبرګون کې شوې ده.

.

د هغه په وينا دا پېښه څو ورځې مخکې شوې او د څېړنې لپاره یې ګډې پولې ته د طالب ځواکونو د ورتلو پر وخت نښته شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې جزیات روښانه نه دي او له مرګ ژوبلې یې هم راپور ورکړل شوی نه دی.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ویلي، دې نښته کې طالب ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې نه ده.

د طالبانو له واکمنیدو سره ترکمنستان له پاکستان او ایران څخه وروسته درېیم ګاونډی دی، چې د طالبانو نښته ورسره را منځته کېږي.

له تاجیکستان سره هم د دې ډلې د نښتی احتمال و، خو ویل کیږي چې روسیې یې ممانعت وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...