Homeخبرونهد ط دفاع وزارت: پاکستان پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو...

د ط دفاع وزارت: پاکستان پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو حق نه لري

تاند: ( سې شنبه، د‌ جدي څوارلسمه) د طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، چې پاکستان پر ډيورنډ کرښې د اغزن تار د لګولو حق نه لري.

د هغه په وينا، دغه تار د کرښې دواړو غاړو ته مېشت يو قوم سره بېلوي او په اصولي او منطقي لحاظ ناسم عمل دی.

د طالبانو دغه وياند دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په وروستيو څو ځله د افغانستان له مختلفو سيمو د طالبانو له خوا پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار د شلولو خبر ورکړل شوی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون ژمنه وکړه چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره به له افغانستان سره په «پوله» کې د ازغن دېوال جوړولو ته دوام ورکړي.

هغه په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستان له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي چې د ازغن دېوال د تېرولو پر سر د دوو خواوو ترمنځ نه پوهاوی له دیپلوماتیکې لارې حل کړي.

د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح بيا ويلي، چې د پاکستان او طالبانو دغه ناندرۍ نمایشي او غولونکی ده، څو په افغانستان کې د پاکستان د لاسپوڅې ادارې په اړه عامه ذهنیت غلط او وغولوي.

1 COMMENT

  1. از طریق تقویت طالبان پاکستانی و همدستی و اخوت با آنها می توان ظالمان و مفسدان را عیار و مؤدب ساخت، و جهاد در برابر این مفسدین و شر انگیزان منطقوی ،مکلفیت هر مؤمن مجاهد و ضرورت شرعی امت می باشد
    پس طالبان در پهلوی جهاد مسلحانه ،دعوت به روش محمدی را نباید فراموش کرد ورنه محدودیت و انحصار فعلی بقای طالبان را تضمین کرده نمی تواند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...