جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: ط امنيت نه دی راوستی، جګړه یې درولې ده

ولسمشر غني: ط امنيت نه دی راوستی، جګړه یې درولې ده

تاند: ( دوشنبه، د جدي ديارلسمه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې طالبانو افغانستان ته امنيت نه دی راوستی، بلکې جګړه يې درولې ده.

ښاغلي غني د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته په خپله یوازینۍ مرکه کې ویلي:(( طالبان د امنیت راوستلو ادعا لري، مګر حقیقت دا دی چې امنیت ځکه راغی چې طالبانو خپله جګړه درولې. د وینې تویولو مسؤلین همدی و. دوی هېڅ ډول امنیت ندی راوستی، بلکې خپله جګړه یې درولې.

ولسمشر غني په عین حال کې د طالبانو لخوا د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د وژل کيدو يادونه کړې.

هغه ويلي:(( طالبانو بلې خوا بل ډول تاوتریخوالي ته لاس اچولی: د امنیتي او دفاعي غړو وژل، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی، اجباري ودونه او نور چې خلک یې بیانوي.))

طالبانو د ولسمشر غني د مرکې دې او نورو برخو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ولسمشر غني په دې مرکه کې ډېړې نورې څرګندونې هم لري، چې بشپړ متن یې د دې لینک له کېکاږلو سره په تاند کې لوستلی شئ:

د ولسمشر غني د تازه مرکې بشپړ متن

2 COMMENTS

  1. تالبان فکر کوی چی افغانان حافظه نه لری او ددوۍ جنایات، وحشت. ظلمونه او د افغانستان ورانول يی ټول له یاده وتلی دی.

    همدا وحشی ډله وه چی څومره بی ګناه افغانان يی په ځانمرګیو او نورو بمونو کی والوځول او د اختر ورځ او د روژی مبارکه میاشت هم ددوۍ د وحشت نه په امان نه وه.

    د تیر نظام د مامورینو وژنی او ځورونی همدا اوس په ډیر زور سره روانی دی پداسی حال کی چی تالبان ددروغجنو عفو ډنډوری غږوی او د ولس او نړیوالو په سترګو کی خاوری اچوی.

    تالبان د وحشت کرکی نفرت او تور جهالت پیداوار دی او یوازی همدغه تحفه افغانستان ته ورکولی شی چی مثالونه يی هره ورځ وینو.
    د نجونو زده کړی بندول او د تعلیم او تحصیل په لار کی خنډونه پیداکول او د افغانانو سره چی ښځی او نر پکی شامل دی ناوړه سلوک ددوۍ د کرغیړنی مزدوری څیری نه پرده پورته کوی چی دوۍ هیڅکله د افغانستان خواخوږی نه دی
    بلکه دوۍ د افغانستا ن د ښیرازۍ دښمنان دی چی په یو او بل نوم ورسره دا دښمنی تر سره کوی.

    تر څو چی تالبان له ځانه انسانان جوړ نه کړی او انسانی اخلاق په ځانونو کی پیدا نه کړی ددوۍ د مذهب او شریعت دعوی یوازی ددرغو منافقت او قدرت ته د ځان رسولو لپاره یو جال دی چی ساده او ناپوه افغانان پکی را ګیر کړی او واک تر لاسه کړی.

    که مونږ د تالبانو پټی او ښکاره کړنی په غور وڅیړو نو د لمر په شان راته ښکاری چی تالبان افغانان ذلیله کوی شرموی او ځوروی يی ددې لپاره چی پاکستان ته يی محتاج کړی او د پاکستان باداری ورباندی په زور ومنی او افغانستان د پاکستان په دروازو کی یو سوالګر محتاجه او ذلیله ودروی. د تالبانو وزیرانو دا هرڅه په ډاګه او په بی شرمۍ روان کړی دی.

    که افغان ولس را ویښ نه شی نو دا تور جهالت به د افغانستان هغه شتمنۍ چی زمونږ ایده نسلونه دی لوټ کړی او په نتیجه کی به يی ټول افغانستان کنګل شی.

    ملی خاینانو زمونږ شتمنۍ او جیبونه لوټ کړل او تالبان به مو اینده نسلونه له منځه یوسی.

  2. ملت پوهیږی چه څوک درواغ وایی او ولی جکړه دریدلی ده. هغه چه تراخره په ځان پوه نسو او دخپلو بادارانو نه خبر نوو نو دهغه به څه قضاوت وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب