پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهبېلابېلې پېښې، ۱۷ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي

بېلابېلې پېښې، ۱۷ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي

تاند: ( دوشنبه، د‌ جدي ديارلسمه) د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د څو طبيعي، ترافيکي او امنیتي پېښو له کبله ۱۷ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان شوي دي.

څو بېلابېلو سرچينو تاند ته ويلي، چې د کابل جلال آباد پر لویه لاره نن پینځه ترافیکي پېښې شوي، چې لس کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د بدخشان له راغستان ولسوالۍ څخه په راپورونو کې راغلي، چې د واوری ښوییدو له کبله د سرو زرو د یوه معادن ۵ کارکوونکي مړه شوي.

د هرات روغتیايي چارواکو ويلي، چې د هرات ښار او تورغنډۍ پر لاره د یوې ترافيکي پېښې په پایله کې ۱۳ تنه ټپيان شوي او سیمه ییز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د باميان د شیبر ولسوالۍ په دوه ترافيکي پېښو کې هم د يوه تن د مړینې او دوه تنو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې بیا نن سهار د طالبانو پر يوه رينجر موټر چاودنه شوې، چې ويل کيږي ۳ طالبان پکې ټپيان دي.

طالبانو په پېښه کې ځاني زيان نه دی تایید کړی.

د يادونې وړ ده، چې د نننيو ورښتونو له کبله د افغانستان د څو مرکزي او نورو ولايتونو: دايکندي، بامیان، غور،‌‌ نورستان او هلمند او کندهار تر منځ لارې هم تړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...