شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد صحرايي محکمو دوام، بلخ کې يوه ښځه او خاوند د «اخلاقي...

د صحرايي محکمو دوام، بلخ کې يوه ښځه او خاوند د «اخلاقي فساد» په تور وژل شوي

تاند: ( دوشنبه، د‌ جدي ديارلسمه) راپورونه وايي، چې بلخ کې يوه ښځه او خاوند یې ناڅرګندو وسله والو د « اخلاقي فساد» په تور وژلي دي.

ځايي سرچینې وايي، چې دا پېښه د تېرې جمعې په ورځ د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې رامنځته شوې ده.

ځايي خلکو ويلي، چې وژل شوې مېرمنې ته طالبانو يو اخطار لیک ورکړی او هغه یې په « اخلاقي فساد» تورنه کړې وه.

د بلخ د ابو علي سينا روغتون مسوولينو منلې، چې د يوه وژل شوي نارینه جسد او يوه ټپي مېرمنه دغه روغتون ته وړل شوي وو.

ويل شوي، چې دواړه کسان په ډزو ويشتل شوي وو، چې ټپي مېرمنه هم وروسته د ژورو ټپونو له کبله مړه شوې ده.

په بلخ کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې د طالبانو د سترې محکمې مشر له دوی غوښتي وو، چې له صحرايي محکمو ډډه وکړي او مخه يې ونيسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب