پاکستان وايي، له طالبانو سره سو تفاهم حل کوي

0
1807

تاند (دوشنه، د جدي ۱۳) پاکستان ژمنه وکړه چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره به له افغانستان سره په «پوله» کې د ازغن دېوال جوړولو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستان له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي چې د ازغن دېوال د تېرولو پر سر د دوو خواوو ترمنځ نه پوهاوی له دیپلوماتیکې لارې حل کړي.

د تېر دسمبر په وروستیو کې افغان طالبانو د ننګرهار په ګوشته ولسوالي کې هغه مهال د پاکستاني پوځیانو مخه ونیوله چې د دې ولسوالۍ په ساحه کې یې ازغن سیم تېراوه.

د ګوشتې ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا په تېرو درو لسیزو کې د پاکستان پوځ د ګوشتې ولسوالۍ په شمول په بېلابېلو سیمو کې له ډیورند کرښې دې خوا ته پوستې جوړې کړي او په ځینو برخو کې یې ازغن سیم هم د افغانستان په خاوره کې تېر کړی دی.

د فغانستان د جمهوري دولت په مهال هم په ګوشته کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په دې خاطر خونړۍ نښتې وشوې چې پاکستان غوښتل د ګوشتې ولسوالۍ ځینې برخې لاندې کړي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا پاکستان د ګوشتې ځینو اوسېدونکو ته خپل شناختي کارتونه وېشلي او ځینو سیمو ته یې برېښنا او د اوبو نلونه رسولي دي.

شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل:«موږ غلي نه یوو. موږ پوله ټینګه کړې او دې کار ته به دوام ورکړو.»

ده زیاته کړه:«افغانستان زموږ ورور اودوست دی. ځینې غواړي چې دا مسله لویه شي خو دا د پاکستان په ګټه نه ده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې جنجال به د خبرو له لارې هواروي.

پاکستان له ۲۰۱۷ کال راهیسې له افغانستان سره د ډیورنډ پر ۲۶۷۰ کیلومتره کرښه د ازغن سیم درولو کار پیل کړی او ۹۰ سلنه یې بشپړ کړی چې له کبله یې نه یوازې پر کرښه یو شمر کلي او حتي کورونه دوه ځایه شوي بلکې د ډیورند د کرښې د ډېرو نورو اوسېدونکو کاروبار یې خراب کړی او اقتصادي زیانونه یې وراړولي دي.

پاکستان د دې پر ځای ۱۸ رسمي لارې جوړې کړي چې په وسیله یې د دوو هیوادنو ترمنځ رسمي راکړه ورکړه وشي خو د دغو لارو کنټرل یې په خپل لاس کې دی او هر وخت چې یې غوښتل پر افغانستان فشار راوړي دا لارې بندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here