یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهبسم الله خان ته غبرګونونه، ډارن وزیره په ذلیله ژوند دې نه...

بسم الله خان ته غبرګونونه، ډارن وزیره په ذلیله ژوند دې نه شرميږې؟

تاند: ( دوشنبه، د‌ جدي ديارلسمه) د جمهوري نظام د ملي دفاع د وزير بسم الله محمدي هغه څرګندونې له توندو غبرګونونو سره مخ شوي، چې د نظام د سقوط په مخنيوي کې له خپلو مسوولیتونو او ناکامیو څخه د انکار په اړه یې کړي.

بسم الله محمدي پرون په یوه دفاعي ليکنه کې د نظام د سقوط او ملي پوځ د ملامتۍ مسووليت پر ولسمشر غني اچولې ده.

د نړیوالو چارو کارپوه ملک ستيز د بسم الله محمدي دغه دفاعي لیکنه د هغه « سیاسي ځان وژنه» ګڼلې ده.

ښاغلي ستيز په یوه لیکنه کې له بسم الله محمدي څخه پوښتلي، چې که ولسمشر غني او حمد الله محب د افغانستان ملي پوځ او نظام له منځه وړه، ده د دفاع او جګړې د وزیر په توګه څه دنده لرله؟

ملک ستيز د نظام د سقوط په مخنيوي کې له خپلې ناکامۍ څخه د بسم الله محمدي انکار د هغه د مسلکي کمزورۍ لپاره شرمونکی ګڼلی.

د نړیوالو چارو دغه افغان شنونکي بسم الله خان نه دا پوښتنه هم کړې، چې آيا هېواد نه د تېښتې په نسبت یې مرګ غوره نه و او آيا اوسنی ژوند یې ډېر ذلیل او شرمونکی نه دی؟

 ‏

ملک ستيز په دې لیکنه کې بسم الله محمدي ته په خطاب کې ویلي: ولې نه منې چې بې کفایته او ډارن وزیر وې؟ ولې نه وایې چې د جنګیدو شهامت دې نه درلود؟

ستيز له بسم الله محمدي څخه پوښتي چې: آيا پوهيږې چې ستاسې د دولت کارکوونکي کوم برخليک سره مخ شول؟ هغوی بې صلاحيته، توهین او تحقیر شول، تاسې د يوه نظام اتوریته د سپیو پښو ته وغورځوله او خپله متحده عربي اماراتو ته وتښتیدئ.

د جمهوري نظام د چارو ادارې فرهنګي رييس محبوب شاه محبوب بيا د بسم الله محمدي د دفاعي لیکنې په غبرګون کې ويلي: د سقوط په ورځ دولس بجې له دفاع وزارته هوايي ډګر ته رسېدلی و، ټاکل شوې وه چې دوه بجې په دفاع وزارت کې د ولسمشر په مشرۍ امنیتي غونډه وشي، مګر نوموړي ولسمشر، د تشریفاتو همکارانو او پي پي ایس ته دروغ ویل چې ګواکې زه په وزارت کې یم.په یوه بجه چې د پي پي ایس همکارانو معلومات وکړل دفاع وزارت کې هېڅوک نه وو او بسم الله خان د تېښتې لپاره د چورلکې په لټه و.

په هوايي ډګر کې د هوايي ځواک یوه سرتېري یې د چورلکې د پورته کېدو مخه نیولې وه.

بسم الله محمدي د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. کله چی د غه تنظیمی وحشیان راغلل تر طالبانو سل چنده وحشی بی رحمه چپاولګر، دعلم ضد دملی منافعو مخالف د پنجاب نوکران و ، خو ولس ورسره تحمل او حوصله وکړه ورو ورو یی لږسړیتوب ته برابر کړل وروسته بیا همغو چی څڼو کی به یی بمونه تړلی و لکه عطا هغه آن نکتایی وتړله او دډیموکراسی او ترقی خبری یی زده کړی جنرال وردک چی د اوبو بندونو ته یی د پنجاب په حکم بمونه را پشا کړی وو و کله چی بیا اشرف غنی بابا بندونو جوړولو ته شروع وکړه دی غلی ناست و دبندونو د جوړلو سیل یی کاو او نور یی نه الوزول یعنی هوښیار شول دغو طالبانو خوارانو ته هم مه تنګ کیږی دوی هم ورور ورو سمیږی خو چی تاسی وروسره لږ کار وکی د ا بسم الله هم یو وحشی و چی که پاتی هم وای په درد نه لګید ورکوه یی د امریکی په زور په غنی تحمیل شوی و شرم وغیرت نلری آفرین د دغنی بابا حوصلی ته وی چی دی ځناورو سره یی ګوزاره کوله دا ټول دافغانستان د ځوانانو په خاطر غنی تحمل کول اوس تاسی تکړه شی ترڅو به تیارخواره یاست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب