یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنیمروز کې د پاکستان د اغزن تار لګولو مخنیوی شوی

نیمروز کې د پاکستان د اغزن تار لګولو مخنیوی شوی

تاند: ( جمعه د جدي لسمه) ‏‏د نيمروز ولايت يوې کره سرچينې ويلي، چې طالبانو په دې ولايت کې د پاکستان له لوري د اغزن تار د لګولو مخنیوی کړی دی.

د‌ سرچينې په حواله، پاکستاني ځواکونو غوښتل د نيمروز ولايت د جهاربرجک ولسوالۍ په دک سیمه کې اغزن سيم ولګويح، خو د طالبانو سرحدي ساتونکو یې ممانعت کړی دی د

سرچينې دا هم ویلي، چې پاکستان هلته تر ۱۵ کیلو متره پورې افغان خاورې ته ننوتی او غوښتل يې تاسيسات پکې ځانته جوړ کړي، خو اوس طالبان پر سیمې حاکم دي او د پاکستان ممانعت یې کړی.

ځايي طالب چارواکو په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.

ويل کيږي، چې طالب مشرانو په ننګرهار کې د پاکستان د ورته عمل پر وړاندې د خپلو سیمه ییزو جنګیالیو له غبرګون وروسته هغوی ته غوسه دي، چې ولې یې « ورور او دویم هېواد» پاکستان سره اړیکې ترينګلې کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد څو ورځې مخکې مدعي شو، چې طالبانو سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار لګولو په اړه موافقې ته رسیدلي او خپله طالبان به ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي.

طالبانو بيا د هغه دغه ادعا رد کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب