یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکرکټ: د افغانستان او بنګله دېش د مسابقو وخت او ځای

کرکټ: د افغانستان او بنګله دېش د مسابقو وخت او ځای

تاند(جمعه، د جدې ۱۰مه) سره  له دې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۲ کې په نسبي ډول ډېرې مسابقې لري، په پام کې ده چې د بنګله دېش په کوربه توب هم له دغه هیواد سره څو سیالۍ وکړي.

افغانستان به د ۲۰۲۲ لومړۍ مسابقه د جنورۍ په شلمه له هالنډ سره وکړي

له هالنډ سره پر درو یو ورځینۍ سیالیو سربېره په پام کې ده چې افغان لوبډله زیمبابوې ته لاړه شي او له دغه هیواد سره ۳ یو ورځینۍ او ۵ شل اوره سیالۍ وکړي.

ورپسې به افغان لوبډله بې له دې چې دمې ته وخت پیدا کړي، بنګله دېش ته لاړه شي.

د کریک بز د راپور له مخې، د بنګله دېش د کرکټ بورډ اجرايي ريیس نظام الدین چودري وايي، د افغانستان د ټیم په شان به دا کال د بنګله دېش د لوبډلې لپاره هم مصروف کال وي نو پروا نه لري؛ بنګله دېش حاضر دی چې په فبرورۍ کې د افغانستان کوربه وي.

ده وویل چې د سیالیو د وخت په اړه یې د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري کومه منفي خبره نه ده اورېدلې.

«مسابقې به په خپل وخت وشي او موږ په پام کې لرو جې په فبرورۍ کې د افغانستان د لوبډلې کوربانه واوسو.»

د کریک بز د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګله دېش د سیالیو لړۍ د فبرورۍ له ۲۳ نېټې په میرپور کې د شېربنګال لوبغالي پر ځای په چیټاګام او سیلهیت کې وشي ځکه چې د میرپور میدان د سپین یا سوکه باولرانو لپاره ډېر مناسب دی او افغانستان د راشد خان، مجیب الرحمان او محمد نبي په شان د نړۍ تر ټولو اوچت سپینران لري.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به شل اوره او یو ورځینۍ سیالۍ وشي.

درې یو ورځینۍ سیالۍ د فبرورۍ په ۲۳، ۲۵ او ۲۷ د چیټاګام په په ظهوراحمد چودري لوبغاړي کې په پام کې نیول شوي خو د شل اوره سیالیو لپاره به دواړه ټیمونه سیلهیت ته لاړ شي.

د دوو لوبډلو شل اوره سیالۍ د مارچ په دوهمه او څلورمه په پام کې نیول شوي دي.

د افغانستان لوبډله د ډېرو مسابقو چانس نه مومي نو دا سیالۍ د افغان لوبغاړو د مهارتونو د زیاتېدو لپاره ښه فرصت برابروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب