هومیودیوس
د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)
لیکوال: یوال نوح هیراری
ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی
یو دیرشمه برخه
ټول قدرت کوم لوري ته ولیږدول شو؟ (?Where Has All the Power Gone)
د پولیټیکل ساینس عالمان هم ډیر ځله د انسان سیاسي جوړښتونه د ډیټا د شننلو سیسټم ته ورته بولي. ډیموکراسۍ او ډیکتاتورۍ هم د پانګه وال او کمونیزم د جوړښت په شان له اره د معلوماتو د راټولولو او شننلو لپاره د سیالۍ میکانیزمونه دي. ډیکټاتوران د ډیټا د ارزولو له متمرکز سیسټمه کار اخلي په داسې حال کې چې ډیموکراتان غیر متمرکزه سیسټم غوره بولي. د شلمې پيړۍ په وروستیو لسیزو کې ډیموکراسۍ میدان ګټلی دی ځکه چې د معلوماتو د شننلو غیرمتمرکزه سیسټم ښه چلیدلی دی. په ځینو ځانګړو حالاتو کې د مثال په توګه د روم د امپراتورۍ په وخت د معلوماتو متمرکز سیستم ښه نتیجه ورکړې وه او د روم امپراتوري هم له دې امله نسکوره شوه او قدرت له سنا او د خلکوله استازو خپل سري ډیکتاتور ته ولیږدول شو.
دا په دې مانا دی چې ممکنه ده ډیموکراسي کمزورې او یا بیخي ورکه شي که چیرې په یو ویشتمه پيړۍ کې د معلوماتو د شننلو سیستم بدل شي. وروسته وروسته چې کله د معلوماتو او یا ډیټا اندازه او سرعت زیات شي نو ښايي ارزښتمن بنسټونه لکه انتخابات، حزبونه او پارلمانانونه هم کمزوري شي او یا له منځه لاړ شي. د دې لپاره نه چې له اخلاقي پلوه ستونزه لري بلکه له دې امله به ختمیږي چې په اغیزمنه توګه د معلوماتو د شننلو او تحلیل وړتیا به نه لري. دغه بنسټونه هغه وخت پراخ او پياوړي شول چې سیاست تر ټیکنالوجۍ مخکې روان ؤ. په نولسمه او شلمه پيړۍ کې د صنعتي انقلاب راتګ او پرمختګ ورو روان ؤ او له همدې امله سیاستوالانو او رایه ورکوونکو دا وخت درلود چې یو ګام مخکې روان وي او د صنعتي انقلاب لاره معلومه کړي. د بړاس د ماشین د جوړېدا له وخته د سیاستوالانو خوځښت چندانې نه دی بدل شوی خو ټیکنالوجي خپل حرکت له لومړي ګیر څخه څلورم ګیر ته اچولی دی. ټیکنالوجیکي انقلاب نن سبا د سیاستوالانو په پرتله ډیر ګړندی او چټک روان دی له همدې امله لومړي وزیران او رایه اچووونکي کنټرول له لاسه ورکوي.
د انټرنټ پرمختګ اوس موږ ته دا فرصت نه راکوي چې پوه شو څه شی راته په تمه دي مجازي نړۍ او سایبرنړۍ زموږ د ورځني ژوند، اقتصاد او خوندیتوب لپاره بې حده مهمه ده. له دې سره سره چې د واکمنۍ د حق، سرې کرښې خصوصي حریم او امنیت په شان د ودیزو سیاسي مسایلو ته اشاره کیږي خو هغه انتخابونه او پرېکړې چې د نټ په وسیله ترسره کیږی د یوه ډیموکراتیک او سیاسي سیسټم له لارې نه ترسره کیږي. ایا تاسو په دې هکله په ټولپوښتنه یا رایې اچوونې کې برخه اخیستې ده چې انټرنټ به څه ډول وي؟ هغه پرېکړې چې د ویب سایټونو ډیزاینرانو د خلکو له نظره لیرې کړې دي د دې سبب شوي چې نن سبا انټرنټ یوه ازاده او بې قانونه سیمه شي چې د هیوادونو حاکمیت کمزوری کوي او پر سرحدونو سترګې پټوي. خصوصي حریم ته پام نه کوي او په نړۍ کې ستر امنیتي ګواښ هم رامنځته کولی شي.
لس کاله پخوا هیچا په دې اړه فکر هم نه ؤ کړی خو نن سبا وارخطا چارواکي دا اټکل کوي چې د سپټمبر د یوولسمې نیټې په شان د انټرنیټي حملې ګواښ ډیر زیات دی. حکومتونه او غیرحکومتي ادارې د انټرڼت په جوړښت کې د بدلون خبرې کوي خو د یوه جوړ شوي سیسټم بدلول د هغه تر رامنځته کولو سخت کار دی. کله چې وچه او نا اغیزمنه حکومتي بیروکراسي پرېکړه کوي چې مجازي نړۍ قانونمنده کړي تر هغه وخته به انټرنټ لس ځله بڼه بدله کړې وي. حکومتي کیشپ کله هم د ټینکالوجۍ له سوی سره سیالي نه شي کولی دغسې حکومتي بیروکراسۍ ته اوسنۍ دیټا د زغملو نه ده او ډیر ژر به پرې انبار به شي. ناسا هر هغه څه اوریدلی شي چې ته ېې وايي خو په امریکا کې هیڅوک نه پوهېږي چې د امریکا په بهرني سیاست کې د شویو تیروتنو په اړه ډیټا تحلیل کړي. په تاریخ کې بل هیڅ هیواد دومره معلومات نه درلودل چې په نورو هیوادونو کې څه تیریږي لکه د امریکا حکومت چې اوس په دومره ځیرتیا خبر وي چې په هیوادونو کې څه تیریږي. خو تر ټولو ډیرې تیروتنې هم امریکا کړي دي. بیخي لکه د پرو په لوبه کې چې یو کس په دې خبر وي چې سیال به ېې کومه پره اوس میدان ته کوزوي خو بیا هم بایلونکی دی وي.
په راتلونکو لسیزو کې ډیر زیات احتمال شته چې نور انټرنیټي انقلابونه هم وګورو چې په دې ډول به ټیکنالوجي له سیاستوالو مخکې درومي. مصنوعي ذکاوت او بیوټیکنولوجي به ډیر ژر له انساني ټولنې او زموږ له اقتصاد، ذهن او بدن څخه مخکې شي او هرڅه به بدل کړي خو زموږ په سیاسي راداري سیسټَم کې ېې هیڅ نښه هم نه لیدل کیږي. اوسنی ډیموکراټیک جوړښت دا وړتیا نه لري چې په کافي چټکتیا معلومات راغونډ او چاڼ کړاي شي او ډیرکم رایه ورکوونکي د بیولوژۍ او سایبرنیټ په هکله پوهه لري. دودیز ډیموکراټیک سیاسي سیسټم پر هغه څه چې پيښیدونکي دي کنټرول له لاسه ورکوي او د راتلونکو پلانونو او لرلید په هکله مرسته نه شي کولی.
عام رایه اچووونکي ورو ورو پوهېږي چې دغه ډیموکراتیک جوړښت نور دوي ته قدرت نه شي ورکولی. نړۍ په هره برخه کې بدلیدونکې ده او دوي نه پوهېږي دغه چاره ولې او څنګه ترسره کیږي. قدرت د دوي له لاسونو په وتلو دی، خو دوي ډاډمن نه دي چې دغه قدرت چا ته ستنیدونکی دی. په بریټانیا کې خلک فکر کوي قدرت اروپاي اتحادېې لاسونو ته ورغلی دی نو دي هم له اروپايي اتحادیې وتلو «Brexit» ته رایه ورکړه. په امریکا کې رایه ورکوونکي فکر کوي په واک کې موجود کسان او جوړښتونه یا سټبلیشمنت قدرت په انحصار کې لري نو ځکه دوي د ډونالډ ترامپ او برني سنډرز په شان کاندیدانو چې وايي د واکمن سیاسي او اقتصادي ځواک په خلاف دي رایه ورکوي. خو له بده مرغه واقعیت دا دی چې هیڅوک هم نه پوهېږي قدرت له چا سره دی. په ډاډ ویلی شم چې دغه قدرت بیرته خلکو ته نه ستنیږي حتي که بریټانیا له اروپايي اتحادي ووځي او یا ډونالډ ترامپ هم سپینه ماڼۍ خپله کړي.
دا په دې مانا نه دی چې موږ به بیرته د شلمې پيړۍ ډیکتاتوریو ته ستنیږو. داسې ښکاري مستبد او دیکتاتور رژیمونه هم تر یوه حده د ټیکنالوجۍ د پرمختګ او د دیټا د پراخ بهیر تر اغیز لاندې راغلي دي. دیکتاتورانو په شلمه پيړۍ کې د راتلونکې لپاره ډیر لوړ خیالونه درلودل. کمونیسټان او فاشیستان د زړې نړۍ د ړنګولو او د هغې پر کنډوالو د نوې نړۍ د جوړیدا خوبونه کتل. تاسو چې د هیټلر، مائوسوتونګ او لینن په هکله هر ډول فکر کولی شئ خو کله ېې هم نه شي تورنولی چې دغسې خیال او لرلېد ېې نه درلود. داسې ښکاري چې نني مشران ښايي تر هغو هم لوړ خیالونه او پلانونه ولري. په داسې حال کې چې کمونیسټانو او نازیانو هڅه کوله چې د بړاس د ماشینونو او د ټایپ د ماشینونو په مرسته موډرنه انسانان وپنځوي خو زموږ د وخت پیغمبران او مخکښان له ځان سره بیوټیکنالوجي او سوپر کمپیوټرونه لري.
په ساینس فیکشن فیلمونو کې بې رحمه سیاستوالان د هیټلر په شان په بیړه هڅه کوي له دې تیکنالوجۍ ګټه پورته کړي او خپله لیونۍ او افراطي نظریه پرې عملي کړي. د یو ویشتمې پیړۍ په پيل کې اصلي سیاستوالان چې له غوښو او هډوکو جوړ دي حتي د ایران، روسیې او شمالي کوریا په شان په دیکتاتورو هیوادونو سیاستوالان په هالیود کې د خپلو سیالانو په شان نه دي. داسې نه ښکاري چې دغه اصلي سیاستوالان دې د نوې نړۍ لپاره کومه توره وکړي او یا د زړورتیا کوم پلان ولري. له دې سره سره چې د کیم جونګ ایل او علي خامنه اي تر ټولو لوي لیونتوب به د اټومي بم او بالیستیک توغندویو جوړول وي. فکر وکړئ ۱۹۴۵ کال دی او داسې ښکاري د پوتین انګېزه دا وي چې روسیه د پخواني شوروي سرحدونو ته ورسوي او يا ښايي تر هغه زیات د تزار وخت ته ېې ورسوي. په امریکا کې وارخطا جهموري غواړي پر باراک اوباما تور لګوي چې ظالم او مستبد دی او په دسیسو بوخت دی چې د امریکا د ټولنې بنسټونه راونړوي دا په داسې حال کې ده چې هغه په اتو کلونو کې دا وس پيدا نه کړ چې د روغتیا په برخه کې واړه اصلاحات رامنځته کړي. نو د نوې نړۍ جوړید او د نوي انسان پنځول د هغه له اجنډا وتلي کارونه دي.
دا ځکه چې ټیکنالوجۍ ګړندی پرمختګ کړی دی، او ځکه چې پارلمانونه او دیکتاتوران په یو شان د معلوماتو او ډیټا په انبارونو کې ډوبیږي او دوي ېې د شننې او چاڼ کولو وس نه لري. اوسني سیاستوالان د سلو کلونو وړاندې سیالانو په پرتله په ډیر وړوکي چمبر او دایرې کې فکر کوي. دا په دې مانا دی چې په یو ویشتمه پيړۍ کې سیاستوالان له لویو لرلیدونو او اوږدمهاله پلانونو تش دي. د حکومتونو قدرت تر مدیریت پورې را ټیټ شوی دی. چارواکي پر هیواونو واکمن دي خو د مشرۍ او لارښوونې وړتیا ېې نه لري. دوي یوازې پام کوي چې د ښوونکو معاش په خپل وخت ورکړل شوی دی، د بدرفت څاګانې نه وي ډکې شوي خو په دې هیڅ نه پوهېږي چې په راتلونکو شلو کلونو کې به د دوي هیواد چېرته ولاړ وي. تر یوه حده دا ښه خبره ده. ځکه چې د شلمې پيړۍ لویو سیاسي پلانونو او لرلیدونو موږ ته اشویتز، هیروشیما او لوي مارش «د چین لوي ما رش ۱۹۵۹ تر۱۹۶۰» رامنځته کړ.ځکه خو ښايي غوره دا وي چې د تنګ نظرو بیروکراتانو تر لاس لاندې خوندي پاتې شو. که د خدايي قدرت لرونکې ټیکنالوجۍ د قدرت د تږو سیاستوالانو له غوښتنو سره واغښل شي نو غمیزه رامنځته کیږي. زیاتره نیولیبرال اقتصادپوهان او د پولیټیکل ساینس ماهرین ادعا کوي چې غوره دا ده چې مهمې پرېکړې ازاد مارکیټ ته پريښودل شي او دا چاره سیاستوالانو ته پلمه په لاس ورکوي خپله ناپوهي او غیرفعاله اوسیدل د ژورې پوهې او حکمت په نوم توجیه کړي. د سیاستوالانو لپاره دا اسانه ده چې د نړۍ په اړه خپله کمه پوهه داسې وښيي چې دوي په خپله نه غواړي پرې پوه شي. دغه راز د خدايي قدرت لرونکې ټیکنالوجۍ او لنډمهاله سیاستونو اغښلتیا هم په تاوان ده. د لرلید نه شتون هم تل یو حکمت او برکت نه وي او لرلید هم ځینې وخت منفي شی نه دی. د نازیزیم لایتناهي لرلید هم په خپله دړې وړې نه شو بلکه دغه لرلید د سوسیالیزم او لیبرالیزم د ډیر غواړو لرلیدونو قرباني شو. د ازاد بازار د ځواکونو په بنسټ د راتلونکې جوړول هم خطرناکه دي. ځکه چې دغه ځواکونه هغه څه کوي چې د بشریت او نړۍ په ګټه نه بلکه د ازاد بازار په ګټه وي. د ازاد بازار لاسونه په یو وخت هم نه لیدل کیږي او هم ړانده دي او که دغه لاسونه ازاد او خپلواک پرېښودل شي نو دا اجازه به نه ورکوي چې د موجودو ګواښونو په وړاندې کوم کار وکړو او نه به د ځمکې د ګرمیدا د مخنیو اجازه راکړي او نه به مود مصنوعي ذکاوت د ګواښونو په وړاندې کوم اقدام ته پریږدي.
ځینې دا خبره کوي چې چې حتمن داسې کسان شته چې مسولیت ېې منلی دی او یا قدرت به لاسه ته ورشي، دغه مسولین به نه دموکرات سیاستوالان وي او نه کوچني مستبدین بلکه د میلیاردرانو یوه وړه ډلګۍ ده چې د پردو ترشا همدا اوس نړۍ اداره کوي. خو د توطيې دغسې تیورۍ کله هم نه شي چلیداي دوي د سیسټم پچلتیا ته په حقیقت کې په ډیره ټیټه سترګه ګوري. دغه محدود او ګوته په شمار میلیاردران چې د بار یا شرابخانې په یوه وړه کوټه کې ناست وي او له سکاچ ویسکي سره لوي لوي سګرټونه څکوي په ټولو هغو شیانو نه شي خبریداي چې په نړۍ کې تیریږي دا خو لا لرې خبره ده چې کنټرول پرې ولري. بې رحمه میلیارډران او د پانګې وړې ډلې په اوسنۍ نړۍ کې ځکه وده کوي چې لنډمهاله ځانګړې او وړې ګټې لري، له دې امله نه دي غوړیدلي چې تر نورو په پلان او نقشې ښه پوهېږي.
د ګاډۍ د اس په شان یوازې هدف ته کتل او نظر په نني بې نظمه سیستم کې ېوازې خپلې ګټې ته ګوري او د میلیارډرانو قدرت هم یوازې د هغوي تر هدف پورې وي. که د نړۍ یو شتمن کس غواړي یو میلیارډ ډالر ګټه وکړي نو په سیسټم کې په ګوته وهلو او د سیسټم په غولولو سره دغه کار په اسانه کولی شي او خپل هدف ته رسیداي شي خو که وغواړي په نړۍ کې نابرابراي او د انسانانو تر منځ درز راکم کړي، او یا وغواړي د ځمکې د ګرمیدا مخه ونیسي کله به هم بریالی نه شي ځکه چې سیسټم ډیر پیچلی دی.
د قدرت تشه ډیر لږ دوام کوي که په یو ویشتمه پیړۍ کې دودیز سیاسي جوړښت د اړوند لرلیر لپاره په کافي سرعت سره د ډیټا او انفارمیشن د شننلو او تفسیرولو وړتیا ونه لري نو یو نوی او ډیر فعاله سیسټم به رامنځته شي چې د دوي کار او مسولیت ته به اوږه ورکړي. دغه نوي جوړښتونه به د دودیزو سیاسي جوړښتونو په پرتله بیخی توپیر ولري. دوي به یا بیخي ډیموکراتیک وي او یا به توتالیتر او یا دیکتاتور سیسټمونه. دا په دې پورې اړه لري چې دغه سیستمونه او بنسټونه به څوک جوړوي او څوک به ېې کنټرولوي. که انسان د دغو جوړښتونو د کنټرول وس ونه لري نو ښايي ځینې نور خپل زور و ازمايي او دغه کنټرول به تر لاسه کړي