یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: که اشرف غني ويريدلی و، له امريکا به یې مرسته غوښتې...

خلیلزاد: که اشرف غني ويريدلی و، له امريکا به یې مرسته غوښتې وه

تاند: ( جمعه د جدي لسمه) ‏‏د أفغانستان د سولې د ناکام شوي بهير لپاره د امريکا مستعفي شوي ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني پرونۍ مرکې ته غبرګون ښودلی.

هغه په داسې حال کې، چې ولسمشر غني هم په کنايوي ډول د جمهوري نظام د نسکورولو اصلي دلیل دی او امریکایان ګڼي، زياتوي چې د اګسټ په پینځلسمه که ولسمشر غني ويريدلی و، له امریکا نه به یې مرسته غوښتې وه.

خليلزاد ټینګار کړی، که ولسمشر غني له هېواده نه وای وتی، جمهوري نظام نه سقوط کیده او د ده په ټکیو د سولې بهير نه ناکامه کیده.

د هغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ولسمشر غني د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب څه موده مخکې وویل: هېواد نه د وتو په ورځ خپله امریکايي استخباراتو موږ ته وويل چې د ولسمشر او نيږدې کسانو ژوند یې خطر سره مخ دی.

ولسمشر غني پرون وویل، چې خلیلزاد طالبانو سره داسې معامله وکړه، چې حتا د امريکا د هغه وخت د ملي امنيت سلاکار جان بولټن ته یې د سولې معاملې اسناد په بشپړ ډول نه وو سپارلي ‌

د خليلزاد د مسلسلو ادعاوو باوجود، ډېر افغان جمهوري چارواکي او شنونکي باور لري چې خلیلزاد د افغانستان جمهوري نظام په لاس تړلي ډول د پټو او اغفالونکو معاملو په وسيله طالبانو ته تسليم کړ.

یو شمېر افغان سیاستوالو خو د امريکا او افغانستان د مشترکو ګټو او قربانیو د ضايع کيدو له امله د خليلزاد د محاکمې غوښتنه هم کړې ده.

6 COMMENTS

  1. ع. افغان دسمبر 31, 2021 At 5:50 am
    ښاغلي خلیلزاد بی بی سی ته ویلی دی چه؛
    که هغه یعنی اشرف غنی په رښتیا واقعي وېره درلوده، نو باید له موږ یې مرسته غوښتې وای، او ښايي په نظر کې نیول شوې وای، چې و یې نه غوښته.

    ښاغلی اشرف غنی د بی بی سی سره په مرکه کی جنرال کارتر ته وویل؛
    جمهوررئیس غني: له هغې ورځې سره تړلې پېښې مهمې دي. یوه شپه مخکې (د آګست په ۱۴ تاریخ) ښاغلي استین (د امریکا متحده آیالاتو دفاع وزیر) ماته خبر راکړ چې ټاکل شوې ۳۰۰۰ امریکايي ځواکونه د کابل د هوايي ډګر د امنیت د تامین په خاطر راشي. هغه وویل: ” هغوی د کابل د دفاع لپاره موظف شوي نه دي، په تکرار سره یې وایم، هغوی د کابل د دفاع لپاره توظیف نه دي.” سهار د دفاع وزیر بسم الله خان راسره اړیکه ونیوله، ویې ویل، طالبان د انسجام په حال کې دي او هیڅ هوايي ملاتړ نشته. همدارنګه، د نیویارک فدرالي خزانې د پنجشنبې یا جمعې (۱۲ یا ۱۳ د آګست) په ورځ زموږ زیرمه شوې پیسې بندې کړې. موږ تقریبا نهه میلیارده ډالر زیرمه درلوده، چې پنځه میلیارده یې هلته وې. معمول دا و چې هره میاشت ۲۰۰ میلیونه ډالر موږ ته راتلل. دا بهیر ودرول شو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلینکن وویل چې د پیسو لېږد ځکه ودرول شو چې دوی اندېښنه درلوده چې دغه پیسې به طالبانو ته په لاس ورشي. او بل دا چه ښاغلی غنی وویل چه ما نور باور په امریکایانو نه درلود.

    دلته سوال پیداکیږی چه آیا دا به مخکی له مخکی د خلیلزاد او نورو چارواکو پلان نه وه؟ چه د یوی خوا یی په 13 تاریخ د افغانستان زیرمه شوی پیسی بندی کړی؟ او د بلی لخوا د امریکا لخوا 3000 عسکر په دیی خاطر راتلل چه خپل افغان متحدین چه لیست او نومونه یی څو ورځی مخکی جوړ کړی وه د افغانستان څخه وباسی؟ مګر ښاغلی غنی ته په ښکاره د امریکا دفاع وزیر وای چه دغه 3000 عسکر د کابل او ستاسو د دفاع لپاره نه دی؟
    مګر خلیلزاد بیا وای چه د امریکایانو څخه به دیی د مرستی غوښتنه کړی وای؟
    ښاغلی خلیلزاد باید د ښاغلی اشرف غنی او کارتر مرکه په بشپړ ډول واوری تر څو ګډی وډی خبری ونکړی،

  2. KHALIL ZAD SAY ;GHANI MUST ASKED FOR HELP FROM AMERICA;
    YOU(KHALILZAD)WAS REPRESENT FROM AMERIA.
    BUT YOU WAS PARTNER WITH PAKISTAN&TALIBS.
    YOU ALWAYSE FALLOW PAKISTANI AGENDA FROM 2001
    YOU GIVE POWER TO TALIBS IN DUKHA AGREMENT.
    AFGHANS MUST ACCEPT THAT;
    AMERICA (khalilzad) GIVE AFGHANISTAN as A GIFT TO PAKISTAN and china
    now afghanistan is one state of pakistan.
    thank you
    ZENDA BAAD DOCTOR SAHIB ASHRAF GHANI

  3. خنزيرزاده حرامي تف لعنت ستا په نصب. دغه بدبختي ټولې بدبختي دغه ولس ته ستا حرامي دجال د لاسه دا څلويښت کاله دي ستا وينه د خنزير ده ته د افغان وينه په رګو کې نه لرې مرتده کافره سوډره ???

  4. غنی چی د جمهوری نظام د پاتی کیدو لپاره بیلابیل تلاشونه وکړل، حتا امریکی ته یی دهغوی د اقتصادی بوج د کمښت په خاطر یو ه داسی اقتصادی طرح وړاندی کړه چی د هغوی مصارف کم شی خو د نظام دبقا لپاره پاتی شی، خو امریکی هیڅ طرحی ته توجه ونکړه بله خبره دا وه چې افغانان یو خاصیت لری چی د ساتنی لپاره ډیر زیات چاته مراجعه نه کوی خو امریکه خپله له هرڅه خبریده هغی نور هم مخالفین تقویه کولو نو پدی حال کی معلومدار چی نظام له پښو غورځید حاجت د مرستی دبار بار غوښتلو څه و ؟ دوی خپله له پاکستان سره همدا نقشه جوړه کړی وه چی غنی به له منځه وباسی نو اوس ولی انکار کوی
    هرڅه چی و وشوه ، مهمه دا ده جی نور د داعش القاعده ، خراسانی پنجشیری او نورو تروریستی ډلو مخه ونیسو دلرګیو(ځنګل وهلو) او وسلوو دقاچاق او په پاکستان د پلورلو مخه ونیسو تعلیم بیرته رواج کړو دهیواد څخه د تیښتی لاره وسنجوو دجهالت د اضافه مخنیوی لاری ولټوو دخپلو ابواو زمکو دکښت غم وخورو د پاکستان مخه ونیسو چی په کونړ توغندی ولی او غواړی د کونړ ترسیند راورسیږی او د ډیرورند له کرښی هره ورځ رااوړی وطنی طالبانو سره کار وکړو چی افغانی هویت یی بیرته ژوندی او ملی منافع وپیژنی او له ISIڅخه یی را خپل کړو لنډه دا چی ډیر کار شته ځان بیدار . میرمسجدی، محمدجانخان غازی، دچکنور ملا صاحب او نورو غازیانو انګریز مات کړ تاسی یو پاکسانګی نشی دفع کولای ؟ ولی ؟

  5. ستا د لور کونه غی خلیلزاده. امریکا خپله په توره شپه کی وتیشتیده. شل کاله د امریکی کمک څه وکړل چی په هغه ورځ یی کړی وای؟ ستاسو د لور کونه کی لاس ووهم له امریکی سره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب