Homeخبرونهشیرزی: ۸۰ سلنه خلک وږي دي، امريکا دې کنګل کړې زېرمې خوشې...

شیرزی: ۸۰ سلنه خلک وږي دي، امريکا دې کنګل کړې زېرمې خوشې کړي کنه امارت دوام نه کوي

تاند: ( پنجشنبه د جدي نهمه) د جمهوري نظام يو مخکښ چارواکی ګل آغا شېرزی، چې تازه پاکستان نه افغانستان ته را ګرځيدلی، د یوې غونډې له جوړولو سره پر امريکا متحده ايالاتو غږ کړی چې د افغانستان کنګل کړې بانکي زېرمې را خوشې کړي.

هغه پرون په کندهار کې وويل، چې ۸۰ سلنه افغانان وږي دي او که زړ مرستې ورونه رسیږي، بشري ناورين رامنځته کيږي.

د ده په وينا، په اوسني وضعيت کې به د طالبانو امارت هم دوام ونه کړي.

شېرزي د اسلامي هېوادونو له سازمان او ملګرو ملتونو څخه په دې برخه کې د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

نوموړي نه دي ويلي، چې د طالبانو د واکمنۍ ملاتړ يې کړی کنه، خو ټینګار یې کړی چې طالبان بايد د اوسني وضعيت د مقابلې لپاره له هېواده وتلي متخصصين بیرته را وغواړي.

په دې غونډه کې د کندهار يو شمېر سوداګرو او قومي مشرانو پر امريکا توندې نیوکې کړي او ويلي، چې د افغانستان د بانکي زېرمو کنګلول لوی ظلم دی.

1 COMMENT

  1. تر ټایپي سهوې وروسته:

    له تاند څخه هیله کیږي چې مصطلحات ناسم ونه کاروي!

    ((د جمهوري نظام يو مخکښ چارواکی ګل آغا شېرزی))؟؟

    ښه به واي چې کښلي مو وای:
    …یو مخکښ مفسد لنډغر یا جګړه مار چارواکی ګل اغا شیرزی…
    له ملي بیرغ سره یې عکس نشرول، له بیرغه د خلکو د نفرت سبب کیږي!
    لږ دقت پکار ده!
    له تاند څخه هیله کیږي چي هر څه په خپل نوم و کاروي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...