یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا برادر: په ۵ زره فعالو فابریکو کې يو نيم ميليون افغانان...

ملا برادر: په ۵ زره فعالو فابریکو کې يو نيم ميليون افغانان کار کوي

تاند: ( پنجشنبه د جدي نهمه) د طالبانو د ریاست الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د صنعت او معدن خونې له مسؤلانو سره ليدلي.

د ملا برادر دفتر په دې اړه وايي: محترم ملاصاحب د هیواد د اقتصادي پياوړتیا او د بېکارۍ کچې په له منځه وړلو کې د خصوصي سکتور رول مهم وباله او زیاته یې کړه: خصوصي سکتور په ۵ زرو فابریکو کې نږدې یو نیم میلیون کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، چې دوی یې د فعالیت ستاینه کوي.

د صنعت او معدن خونې رئیس شیرباز کمین‌زاده بيا ويلي چې د دایمي ځمکې نه درلودل، د برېښنا پرچاوي، له بانک څخه د پیسو ایستل او له هیواده بهر د خصوصي سکتورتولیداتو ته د ښه بازار نشتوالی هغه څه دي، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي.

د ملا برادر د دفتر خبرپاڼه زياتوي، چې نوموړي اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه څو د یادو ستونزو د حل په موخه له خصوصي سکتور سره په ګډه کار وکړي.

طالب مقام دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ورځ تر بلې له افغانستان څخه د ميلياردونو ډالرو پانګې د فرار او سلګونه فابریکو د تړل کیدو خبرونه ورکول کېږي.

د طالبانو منتقدین دوی تورنوي، چې د افغانستان داقتصادي سقوط او ۹۸ سلنه خلکو د وږي کولو له مسووليت څخه په دې پلمو ځان غواړي خلاص کړي، چې د جمهوري نظام پرمهال د شويو پانګونو او پرمختګونو د پاتې شونو خبرونه خپاره کړي.

1 COMMENT

  1. پہ دی فابریکو کہ یوہ ئی ھم ٹالب جان نہ دہ جوڑہ کڑی ۔
    ٹالب خو صرف افغانستان ورانول زدہ دی ٹول خلک پہ تیختہ دی لہ افغانستان نہ ئی مدرسہ جوڑکڑی طالب شمولہ نظام ئی جوڑ کڑی نور ھیس افغان پکی خپل زان نہ وینی خلک ڈیر نا امیدہ دی
    دی حقانی وال خو بیخی دی isi زامن دی دی ددیو خبرہ او عمل زمکہ او آسمان فرق لری دی منافقت انتھا دہ چیر تہ دہ ستاسو سر کردہ ولی زان ملت تہ نہ خائی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب