Homeخبرونهازبکستان او تاجيکستان د افغانستان هليکوپټرې بيرته نه ورکوي

ازبکستان او تاجيکستان د افغانستان هليکوپټرې بيرته نه ورکوي

تاند: ( پنجشنبه د جدي نهمه) راپورونه وايي، چې ازبکستان او تاجيکستان دغو هېوادونو ته د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته، دغو هېوادونو ته د وړل شویو هيلکوپترو له سپارلو ډډه کوي.

رویټرز خبري اژانس ويلي، چې يادو هېوادونو په دې اړه خپل دریځ امريکا متحده ايالاتو ته په ډاګه کړی.

رویټرز نه دي ويلي، چې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنیدو سره په څومره شمېر افغان هليکوپټرې تاجيکستان او ازبکستان ته وړل شوي؟

ياد شوي خبري اژانس په عین حال کې ويلي، چې تاجيکستان او ازبکستان د يوه برخه هلیکوپټرو د نه سپارلو خبره امريکا متحده ايالاتو ته کړې ده.

معلومه نه ده، چې امريکا دغې غوښتنې ته کوم غبرګون ښودلی.

له افغانستان سره د دغو هلیکوپټرو او نيږدې ټولو پوځي او نورو تجهيزاتو مرسته امريکا متحده ايالاتو کړې وه.

د طالبانو د حکومت دريځ په دې اړه نه دی په ډاګه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...