یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ټکسيواني او ملايي / عبدالله خيبر

ټکسيواني او ملايي / عبدالله خيبر

په فيسبوک کې مې د امارت د امربالمعروف هغه کاغذ تر سترګو شو، چې ټکسيوانانو ته پکې سپارښتنې شوې وې، په ليدو يې يو څو شېبې په فکر کې ډوب شوم او د دوی پر حماقت خندا راغله، د يو څو شېبو لپاره په خيال کې د کابل ټکسي چلوونکی شوم:

ټکسي مې روانه کړي وي، په لاره کې يو څو ښځې لاس راکړي، لباس يې تنګ لنډ وي او کوچني ټيکري يې پر سر وي، زړه کې ووايم که دوی ټکسي ته پورته کړم، طالبان به مې په لاره کې ودروي، څه به ورته وايم، هغوی خو هيڅ منطق نه مني، له بې روزګارۍ سره سره له ښځو تېر شم او راپورته یې نه کړم.

دوه کسه ښځې د سړک پر غاړه ولاړې وي، ځان يې په تور لباس کې داسې نغښتی وي، چې آن لاسونو ته يې هم تور لاسمغان اچولي وي، خبرې داسې راسره وکړي، لکه په خوله کې چې يې د ټيکري پيڅه نيولي وي، موټر ته چې راوپورته شي، هيڅ خبرې نه کوي، زړه کې يو ډول وېره راولوېږي: ښه که دا داعشيان وي او يا بله کومه بلا… په سوچ کې شم، ښه که هغه نورې ښځې مې راپورته کړې وای، معلومې خو وې چې ښځې دي او افغانانې دي. زړه کې ووايم، د امربالمعروف والا د امنيت خلاف کاني کا، له دې کاره خو به ترهګر پوره ګټه واخيستلی شي. 

دا مې چې ښکته کړې څو ځوانانو لاس راکړ او موټر ته په خندا راپورته شول، په شيشه کې مې ورته وليدل، د دوو ږيره او برېت خريلي وي او د يوه کس وړه او ماډرنه ږيره وي. زړه غټ کړم او ورته ووايم: 

ـ  وروڼو ږېره د پيغمبر ص سنت ده، د سړي پر مخ بايد ږيره وي، موږ شکر مسلمانان يو….

يو کس يوه ګوشکۍ له غوږه راوباسي، زما خبرو ته غوږ ونيسي او له ځان سره خاندي، يو کس راته ووايي:

ـ  ماما مکتب دې ويلی دی؟

ورته ووايم:

ـ  نه!

ـ  مدرسه دې ويلې؟

ـ  نه!

بل يو په خندا راته ووايي:

ـ  په لمانځه کې څو فرض دي؟

بل راته ووايي: 

ـ  دا تا چې کومه خولۍ په سر ده، پيغمبر په سر کوله؟

بل په خندا راته وويي:

ـ  پيغمبر خو په خره او يا آس سفر کاوه، ته په موټر کې څه بلا غواړې….

زه غلی شوم، يوه خبره مې هم نه وه زده، چې له دوی سره يې وکړم، زړه کې د امربالمعروف کسانو ته کنځا پيل کړم:(  …خدای مو خوار کړه، موږ ولې پر خلکو خرابوی، خو راشئ ټکسيوانان هم خپل ملايان مقرر کړئ!…)

يو کس په خندا راته ووايي:

ـ  ملا صاحب! موټر ودروه، ښکته کېږو!

چې ښکته شي، يو کس نږدې راشي، پيسې راکړي او په خوږه راته ووايي:

ـ استاده! مسلماني په ظاهري لباس کې نه ده، زموږ اخلاق او کړه وړه بايد د پيغمبر په شان وي، که په ږيره شي، ابوجهل هم ږيره درلوده. 

يوه ښځه لاس راکړي، حجاب او چادري يې نه وي، خو لباس يې مکمل پښتني وي، ښځه له يو لرې ځای نه راته ووايي چې هلته يې ورسوم، ورته ووايم، خورې محرم نارينه درسره شته؟

هغه سوړ اسويلی وکړي او په غرېو نيولي غږ راته ووايي:

ـ  چې نارينه مې درلودی، ما په دې رنځور ځان څه کول چې ښار ته راتلم….

ورته ووايم، چې سړی درسره نه وي نشم دې بيولی، موټر ترې روان کړم او حيرانه دريانه يې پرېږدم. له لږ تګ وروسته مې سوچ له همدې ښځې سره شي، وجدان په بار بار لعنت راباندې وايي، خپله خور مور او نورې کليوالې ښځې مې سترګو ته ودرېږي، چې ځينو ته جنګ يو نارينه هم نه دی ورپرېښودی، ټول کارونه ښځې کوي….

 په سوچونو کې ډوب شم. له ژونده مې زړه تور شي، اخېر شيشې پورته کړم او يوه پښتني سندره ښه په لوړ غږ چالانه کړم او زړه کې له ځان سره ژمنه وکړم:

  چې په سر چوک کې مې راځوړندوي هم خدای که نور يې راباندې ومني، څه مې چې زړه غواړي هغه به کوم، د دوی پر دوې ګوتې کاغذ خپله مسلماني او انسانيت له لاسه نشم ورکولی.

1 COMMENT

  1. آفرین خبیر صاحب غیرتی او ریښتیانی مسلمان یی. واقعی پشتون هم یی
    څوک چی ریښتیانی پښتون وی هغه بیشکه مسلمان هم وی، خو توبه له هغی ورځې چی پاکستان یوڅو ناولی دپښتون په نوم معرفی کوی او د پښتنو رنګه بدوی . ښایسته لیکنه دی کړی دلته مو انډیوالانو سره ډیره خوښه شوه. زه یو څو طالبانو وروڼو سره انډیوالی لرم خو دوی ډیر ځوانمرده خلک دی دوی هم ستا په شان فکر لری وطنی طالبابان دی دغو نورو سره ی طبیعت نه لګی دزړه خواله راسره کوی چی دوی ګورم طالب می خوښ سی خو چی دا یو نیم نور ګورم حیران شم کندهاری او هلمندی طالب نه به نه تیریږی دا نور بدخشی مدخشی او دا خراسانی او دا نور وردګ او شینواری د کار ندی تنها کندهار او هلمند به منی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب