شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغانانو شکنجو ته د محسن داوړ غبرګون، د ط جنایتونه خورا...

د افغانانو شکنجو ته د محسن داوړ غبرګون، د ط جنایتونه خورا ډېر دي، ټول نه رسنيز کیږي

تاند:( پنجشنه ، د جدي نهمه) د پاکستان تر قلمرو لاندې د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ د طالبانو له لوري په افغانستان کې د شکنجو رسنیزو شویو ویډیو ګانو ته غبرګون وښود.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې د یوې دغسې ویډیو له خپرولو سره لیکلي، چې د طالبانو دا ډول شکنجې په دې مانا دي چې دوی يا د عفوې په اړه د خپلو ژمنو د عملي کولو وړتيا نه لري او يا دروغجن دي.

محسن داوړ دا هم ويلي، چې د طالبانو دغسې شکنجې او جنایتونه خورا ډېر دي، چې ټول یې نه رسنيز کیږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د افغانستان د جمهوري نظام له امنيتي منسوبينو سره د طالبانو د ناوړه چلند يو شمېر ويډيوګانې خپرې شوي او د خلکو توند غبرګونونه يې پارولي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د يوې پېښې عامل نيول شوی او محاکمه به شي.

د دوی عمومي مشر ( اميرالمومنين) ته په منسوبو تازه څرګندونو کې هم له طالب جنګياليو غوښتل شوي چې د مخکينيو پوځي او امنیتي منسوبینو له ځورونې او وژلو ډډه وکړي.

د کورنيو چارو وزارت يوه مخکيني سلاکار ادریس ستانکزي ويلي، چې طالبانو په څه باندې څلور میاشتینۍ واکمنۍ کې يې د جمهوري نظام تر ۱۳۰۰ پورې پوځي او امنیتي منسوبین‌ وژلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې شاوخوا يوه مياشت مخکې وويل شول، چې د سلو هدفي وژنو په څېړلو کې يې موندلې چې ۷۷ وژنې طالبانو کړي.

طالبانو بيا په دې اړه تورونه ردکړي دي.

مخکينيو پوځي او امنیتي منسوبینو په څو پرانيستو ليکونو کې خبرداری ورکړی و، چې که طالبان يې د هم سنګرانو له وژلو او ځورونو لاس وانخلي، دوی به یې پر ضد وسله وال غچ اخيستونکي فعاليتونه همغږي او تر سره کړي.

1 COMMENT

  1. که دآی اس آی او عمران خبری ددښمن خبری وبولو نو دپیښور، چارسدی، او دبنو دټګانو خبری باید له هغه اول ومنو چه دوی دپښتنو دښمنان دی. دی خلکو افغانستان نه غوښت هند یی غوښت، بیا یی افغانستان نه غوښت روسی افغانستان یی غوښت. چه هغه مات سو بیا یی امریکایی افغانستان غوښت. او س چه امریکا شرمنده ولاړه دا بیشرمه پردی غلامان لا اوس هم په کرار نکینی. دوی بیا هم دچارسدی دغفارو په څیر (غفار خان تر آخیره هند ته وفادار وو، هغه دهند دکانګریس غړی وو) بیا هم امریکای افغانستان غواړی. دا خلکو نه پښتونستان غواړی نه افغانستان. دا دخپلو خیټو غلامان دی چه هرڅوک ور وپړسوی هغو ته خدمت کوی. هغه دانګریز خبره ده دا دکرایی پښتانه دی.
    آفغانان باید دپاکستان دمثلت غلیم نه ویره ولری: آی اس آی، عمران، او نشنلیان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب