Homeخبرونههلمند: يو تن په خپله او بل ترافیکي پېښې وژلی

هلمند: يو تن په خپله او بل ترافیکي پېښې وژلی

تاند: ( پنجشنبه ، د جدي نهمه) د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندي ویلي، چې ترافيکي پېښه د مارجې ولسوالۍ اړوند د ډراب څلورلارې سیمه کې د مازدا ډوله موټر او موټر سایکل تر منځ د ټکر له کبله شوې، چې یو کس پکې وژل شوی او یو بل تن ټپي شوي.

 حافظ راشد مني، چې پرون د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د حکمت الله په نوم یوه ځوان ځان ونې پورې ځړولی او مړ شوی دی.

نوموړي زياته کړه، چې ياد شوی کس ذهني ناروغ هم و، خو د ځان وژنې بل لامل يې نه څرګند شوی.

يو شمير ځايي خلکو بيا د دې ځان وژنې دلیل اقتصادي فقر او لوږه ګڼلې ده.

څه موده وړاندې په هلمند ولايت کې یوه بل کس هم د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژلی و.

پرون په کندهار کې د ظاهر شاهي لېسې يو سپين ږيری ښوونکی خپله د ډېرې لوږې له کبله مړ شوی و.

له لوږې څخه د خلکو د طبيعي مرګ او ځان وژنو خبرونه په داسې مهال دي، چې څه موده مخکې د طالبانو د حقاني شبکې يوه مخکښ مشر انس حقاني وویل: له لوږې يې څوک مړ نه دی لیدلی، د روزي ذمه خدای تعالی کړې او انسان په واښو خوړلو هم ژوندی ساتي.

د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخند بيا ويلي و، چې د روزۍ ژمنه طالبانو نه، بلکې خدای کړې او خلک دې خدای ته په بغارو شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...